د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

افغان حکومت: له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په جوړښت کې ګوندونو ته ونډه نه‌شته


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لوړپوړی غړی شېر محمد عباس ستانکزی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لوړپوړی غړی شېر محمد عباس ستانکزی.

د افغانستان حکومت وايي، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په جوړښت کې به د سیاسي ګوندونو استازو ته ونډه ورنه‌کړل شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۹» ازادي راډیو ته وايي، د دې پلاوي د جوړېدو په اړه له سیاسیونو او ګوندونو سره مشورې شوي، خو دا چې طالبان له افغان حکومت سره مذاکره کوي، له همدې کبله به د دې پلاوي غړي حکومتي کارکوونکي وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له دې وړاندې یې په ځلونو ویلي، له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی به د ټول افغانستان استازولي وکړای شي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي.

بل‌خوا بیا یو شمېر ګوندونه او سیاسیون د ولسمشرۍ ماڼۍ له دې دریځ سره مخالفت ښيي.

طالبان له افغان حکومت سره مذاکره کوي، له همدې کبله به د دې پلاوي غړي حکومتي کارکوونکي وي.

ځیني دغه ګوندونه وايي، که د سولې مرکچي پلاوي کې د دوی استازي نه‌وي، دوی به‌یې ونه‌مني.

د اجرائیه رياست دوهم مرستیال محمد محقق چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشري هم کوي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که ارګ په یوازې ځان د دې پلاوي د جوړښت په اړه پرېکړه وکړي، دوی به‌یې ونه‌مني.

د اجرائیه رياست دوهم مرستیال او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق.
د اجرائیه رياست دوهم مرستیال او د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق.

ښاغلی محقق زیاتوي: "مرکچي پلاوی باید د ټولو سیاسي اړخونو استازولي وکړي او داسې جوړ شي چې ټول لوري په‌کې ځان وویني، که داسې ونه‌شي، شاید کومې پایلې ته ونه‌رسېږي."

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په دې اند دی چې د سولې خبرې یوازې هغه مهال پایله ورکولای شي چې یو ټول‌ګډونه پلاوی د افغانستان د خلکو په استازولۍ له طالبانو سره د خبرو مېز ته کېني.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار.

د دې ګوند یو ویاند فضل غني حقمل ازادي راډیو ته وویل: "که د افغانستان حکومت غواړي چې د سولې پروسه بریالۍ شي، باید د سولې خبرو لپاره یو ملي پلاوی وټاکي چې ټول لوري یې غړیتوب ولري او بشپړ واک ورکړل شي."

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی محمد اسماعیل که څه هم هیله ښيي چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د کېدونکې هوکړې وروسته به، ولسمشرۍ ماڼۍ د مرکچي پلاوي د جوړېدو په اړه مشورې پیل کړي، خو دا هم وايي، که له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په جوړښت کې ګوندونو او سیاسیونو ته ونډه ورنه‌کړل شي، دوی به‌یې جوړښت ونه‌مني.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی محمد اسماعیل.
د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړی محمد اسماعیل.

ښاغلی اسماعیل خان زیاتوي: "که چېرې د افغانستان حکومت په یوازې ځان له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی ټاکي او په هغې کې د ګوندونو استازي او مهم سیاسي شخصیتونه ونه‌اوسي، لومړی خو به خپله سیاسیون د دې کار اجازه ورنه‌کړي او بل به طالبان هم له دې پلاوي سره د خبرو لپاره حاضر نه‌شي."

د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کسان هم وايي، ښاغلي کرزي له حکومت سره د مرکچي پلاوي د جوړېدو په برخه کې د دې پلاوي په ټول ګډون‌والي ټینګار کړی دی.

شهزاده مسعود وايي، تر اوسه هغو مشورو پایله نه‌ده ورکړې چې د مرکچي پلاوي د جوړېدو په اړه شوې دي.

د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود.
د افغانستان مخکېني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس شهزاده مسعود.

ښاغلی مسعود وايي: "سلا مشورې شوې وې، مګر تر اوسه د دغه‌شان پلاوي د جوړښت په اړه چې حکومت‌یې وايي چې د ټولو ګوندونو او سیاسیونو پرې سلا شوې ده، داسې نه‌ده."

له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړښت په اړه داسې مهال دا څرګندونې کېږي چې تمه ده د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک سبا د شنبې په ورځ په دوحه کې لاس‌لیک شي.

هغه هوکړه چې له مخې به‌یې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل ته زمینه برابره شي.

له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو هم په ځلونو د افغانستان له حکومت غوښتي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه داسې یو پلاوی وټاکي چې د ټول افغانستان استازولي وکړای شي.

خو د افغانستان حکومت وايي، مهمه ده چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د جوړېدو پر ځای د دې پلاوي د مذاکراتو د پایلې په اړه ملي اجماع موجوده وي.

ارشیف، د سولې مشورتي لویه جرګه.
ارشیف، د سولې مشورتي لویه جرګه.

هغه پایله چې د لویې جرګې له‌خوا به‌یې د برخلیک په اړه پرېکړه کېږي.

XS
SM
MD
LG