د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د پاکستان د نوي پارلمان لوړه او د صدراعظم ټاکلو چمتووالی


د پاکستان د پارلمان ودانۍ
د پاکستان د پارلمان ودانۍ

د پاکستان نوي مرکزي پارلمان یا ملي اسامبلې نن خپله لومړۍ غونډه وکړه او نویو ټاکل شویو غړیو یې له ترسره شویو انتخاباتو درې اوونۍ وروسته چې پکې د درغلۍ پراخ تورونه لګول شوي، لوړه وکړه.

د پارلمان نویو غړیو ته د لوړې مراسم د دې پارلمان د پخواني رییس راجا پرویز اشرف له خوا ترسره شول.

ټاکل شوې چې سبا جمعه د پارلمان رییس او مرستیال یې وټاکل شي.

د مارچ په ۴ مه به دوی د پاکستان نوی صدراعظم غوره کوي.

د پاکستان د فبرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان ګوند له ګډونه منع شوی و، خو پلویانو یې ډېرې رایې ګټلي دي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، صدراعظم باید د یوه ګوند یا ګوندونو له خوا چې ډېرې رایې یې ګټلې وي، وټاکل شي.

د انتخاباتو په ورځ حکومت په ډېرو سیمو کې د موبایل ټیلفونونو او انترنټ خدمات ځنډولي وو .د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې دا کار یې د امنیت د خوندیتوب لپاره کړی دی.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز، پیپلز او ورسره ملګرو ګوندونو ایتلاف د صدراعظمۍ لپاره شهباز شریف نوماند کړی
د پاکستان د مسلم لیګ نواز، پیپلز او ورسره ملګرو ګوندونو ایتلاف د صدراعظمۍ لپاره شهباز شریف نوماند کړی

خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند وکیلانو نن په داسې حال کې چې پخوانی صدراعظم شهباز شریف چې په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان له خوا د عمران خان له بې واکه کیدو وروسته د صدراعظم په توګه ټاکل شوی او تمه ده چې بیا نوی حکومت جوړکړي، پارلمان ته ننوتل او د "رایو غل" شعارونه یې ورکړل.

د پاکستان ملي اسامبله ۳۳۶ غړي لري چې د ۲۶۶ څوکیو لپاره یې انتخابات ترسره شول.

د پارلمان ۶۰ څوکۍ د ښځو او لس د مذهبي لږکیو لپاره ځانګړې شوي چې د ګوندونو د استازولۍ له مخې وېشل کیږي.

د صدراعظمي څوکۍ ته د مسلم لیګ نواز ګوند چې د پاکستان له پیپلز ګوند او یو شمېر نورو کوچینیو ګوندونو سره یې د ایتلافي حکومت پرجوړولو سلاکړې، پخوانی صدرعظم شهباز شریف وړاندیز کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG