نړۍ
د پاکستان لوی درستیز سیاستوالو ته؛ خپلمنځي اختلافات ختم او د خلکو لپاره کار وکړئ
د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن (شنبې) د خپل هېواد له سیاستوالو وغوښتل چې په خپل منځ کې اختلاف پای ته ورسوي او د خلکو د ژوند د ښېګڼې لپاره کار وکړي.
جنرال عاصم منیر دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د پاکستان د عامو انتخاباتو له اعلان شویو پایلو داسي ښکاري چې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویانو د نورو ګوندونو پرتله ډېرې څوکۍ ګټلي دي.
جنرال عاصم منیر په یوه بیان کې وویل، هېواد یې داسي لاسونو ته اړتیا لري چې رغوونکي وي او د پاکستان دوه نیم سوه میلیونه وګړي له بد اقتصادي وضعیت او ګډوډۍ وژغوري.
د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون پر اساس، تراوسه د پارلمان له ۲۶۶ چوکیو څخه د څه باندې ۲۵۰ چوکیو لپاره د اچول شویو رایو شمېرل بشپړ شوي چې د هغو له مخې، د هغو کاندیدانو شمېر ډېر دی چې د پخواني صدراعظم عمران خان پلوي کوي.
تراوسه پورې ۹۹ څوکۍ د عمران خان پلوي کاندیدانو ګټلي.
د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ۷۱، د بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند ۵۳ او نورې چوکۍ کوچنیو ګوندونو ګټلي دي.
د عمران خان او نوازشریف پلویانو د بري ادعاوې کړي دي.
په همدې منځ کې یو شمېر ګوندونو ویلي چې په انتخاباتو کې لاسوهنه شوې ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ادعا کړې چې له پرون راهیسي څو ځلې د انتخاباتو پایلې بدلې را بدلې شوي او که د دوی په رایو کې درغلي وشوه، د انتخاباتو پایلې به ونه مني.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د پاکستان د پوځ مشر تهران ته سفر کوي.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن یکشنبه وویل،" عاصم منیر به سبا دوشنبې د یوه پلاوي په مشري تهران ته سفر وکړي".
د بقايي په ټکو،" د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت په اړه خبرې اترې دي".
پاکستان په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو په منځګړي هېواد بدل شوی دی.
د برلین ته څېرمه د وسلو پټ زیرمتون موندل شوی
د جرمني امنیتي چارواکي د برلین ښار ته څېرمه په یوه ځنګلي سیمه کې د وسلو د پټ زیرمتون په اړه څېړنه کوي. په دغه ځای کې دوه تومانچې او یو شمېر مرمۍ موندل شوې دي.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي دغه وسلې د روسیې د استخباراتي شبکو په استازیتوب د هدفمنو بریدونو یا ترورونو لپاره ساتل شوې وې.
د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس په رومانیا کې نیول شوی او د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، د هغه د احتمالي سپارلو لپاره له رومانیا سره خبرې روانې دي.
د جرمني چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د جاسوسۍ، ورانکارۍ او سایبري بریدونو ګواښونه زیات شوي دي. روسیې تر اوسه په دې قضیه کې د لاس لرلو ادعا نه ده منلې.
د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې پراخ اور؛ شاوخوا زر کسان ایستل شوي
د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې د پراخ اور د لګېدو له امله والنسیا ښار ته څېرمه د ګاتوا کلي له شاوخوا سیمو څخه شاوخوا زر کسان ایستل شوي دي.
ځايي چارواکو ویلي، هغو کسانو ته چې شخصي موټرونه نه لري، خوندي سیمو ته د انتقال لپاره بسونه برابر شوي دي.
ویل کېږي اور د پنجشنبې په وروستیو کې د تندر د لوېدو له امله پیل شوی، خو تر اوسه نه دی مړ شوی او له امله یې تر اوسه تر ۴۰۰ هکټاره ډېرې ځمکې سوځېدلې دي.
ګاتوا په عادي حالت کې شاوخوا ۴۵۰ تنه نفوس لري، خو د دوبي په موسم کې د سیلانیانو د ورتګ له امله د دغه کلي د اوسېدونکو شمېر نژدې دوه برابره کېږي.
د امریکا فدرال قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د بندیز پالیسي لغوه کړه
د امریکا یوه فدرالي قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز لغوه کړی دی.
فدرال قاضي جینټ وارګاس د جمعې په ورځ، د اګست ۲۱مه، په خپل حکم کې دغه پالیسي له قانون سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پالیسۍ په پلي کولو کې له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی دی.
دې پالیسي، چې د روان کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې وه، د افغانستان، برازیل، مصر، ایران، عراق، نایجیریا، سومالیا، تایلنډ او یمن په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بهیر درولی و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دې پرېکړې هدف دا و چې کډوال له دولتي مرستو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د امریکا پر ټولنې د مالي بار په توګه بدل نه شي.
د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي، باید لغوه نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه څرګندونې نه دي کړې. د امریکا حکومت کولای شي د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې پراخ بدلونونه راوستل شوي او د کډوالو د راتګ د کمولو او د هغوی د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره یې سخت اقدامات پیل کړي دي.
د نړۍ د سوکوهنې پخوانی اتل زولاني ټيټي په ډزو وژل شوی
د نړۍ د سوکوهنې پخوانی اتل زولاني ټيټي په ډزو وژل شوی دی.
نړیوالو اژانسونو د سویلي افریقا د پولیسو په حواله پرون جمعه راپور ورکړی چې دغه پخوانی اتل په خپل موټر کې په ډزو ویشتل شوی دی.
پولیسو ویلي، له ۳۸کلن زولاني ټیټي سره یوه ۲۷کلنه ښځه هم په ډزو ویشتل شوی چې ټپي ده.
تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده.
زولاني ټيټي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸کلونو په منځ کې د فلای ویټ په کټکورۍ کې د نړیوالې اتلولی کمربند درلوده او په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې يې د سوکوهنې نړیوال سازمان بنټم ویټ اتلولي ګټلې وه.
امریکا پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه وضعه کوي
تمه ده د امریکا د خزانې وزیر د دوشنبې پر ورځ پر ایران د تازه اقتصادي بندیزونو جزیات اعلان کړي.
سکاټ بسنټ ویلي،" دا به پر تهران د تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي بندیزونه وي".
واشنګټن له چین غوښتي چې په دې اقتصادي بندیزونو کې ورسره همکاري وکړي.
تراوسه معلومه نه ده چې دغه بندیزونه به په کومو برخو کې وي.
دې بندیزونو ته په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن شنبه وویل،" د امریکا بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټولو خپلواکو غړو هېوادونو د یوه بهرني حاکمیت د تحمیلولو هڅه ده".
د هغه په ټکو،" دغه بندیزونه په نړیوالو قوانیو کې هیڅ اساس نه لري".
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه ویلي و،" ایرانیان ډير غواړي چې هوکړه وکړي، خو زه فکر کوم چې دوی هوکړې ته تیار نه دي".
ولسمشر ټرمپ له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له ایران سره مالي مرسته کوونکي هېوادونه به له بدو اقتصادي پایلو سره مخ شي.
د اوکراین پر کریوی ریه ښار د روسیې په بریدونو کې ۱۴کسان وژل شوي او له سلو ډیر ټپیان دي
د اوکراین پر کریوی ریه ښار د روسیې په بریدونو کې ۱۴کسان وژل شوي او له سلو ډیر ټپیان دي.
د بې پیلوټه الوتکو په دغه بریدونو کې پرون جمعه د (اګسټ۲۱مه) په کریوی ریه ښار کې یو سوداګریز مرکز په نښه شوی دی.
اوکرایني چارواکو ویلي،" په وژل شویو او ټپیان کې ماشومان هم شامل دي".
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل،" روسیي بې پیلوټه الوتکو دوه ځلې بریدونه وکړل".
د هغه په ټکو،"لومړی برید پر یو سوداګریز مرکز و، کله چې خلک د مرستې لپاره سیمې ته ورسیدل دویم برید وشو".
د زلنسکي په وینا،" د روسیې د بریدونو ځواب به خامخا ورکوو".
سیمه ییز چارواکو وویل،" ۱۲۱ کسان ټپیان شوي چې ۲۲ تنه يې ماشومان دي".
له دې بریدونو یوه ورځ مخکې د پلازمینې کیف پر شاوخوا سیمو د روسیې په بریدونو کې ۱۷کسان وژل شوي وو.
د بندیزونو زیاتېدو سره هممهاله د ایران ولسمشر د جګړې د ختمېدو غوښتونکی شو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي "ښه ده چې له امریکا سره روانه جګړه پای ته ورسوو".
هغه د جمعې په ورځ د (اګسټ ۲۱مه) په یوې وینا کې ومنله چې ایران له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
هغه وړاندې وویل "له امریکا سره جګړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې او ټوله نړۍ د ایران په بریا اعتراف کوي، ښه دا ده چې دا جګړه پای ته ورسوو".
د پزشکیان په خبره، "دا څرګندونې د تسلیمۍ په معنی نهدي او هېڅکله به د امریکا بدمعاشۍ ته سر ټیټ نهکړو".
د ایران ولسمشر وروسته له هغه له امریکا سره د جګړې د پای ته رسېدو خبره کوي چې امریکايي چارواکو پر ایران د تازه اقتصادي بندیزونه خبره کړې ده.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس د پنجشنبې په ورځ د (اګسټ ۲۰مه) وویل، " موږ پر ایران د فشار ښه وسیله په لاس کې لرو او کولای شو چې پر دغه هېواد نور اقتصادي فشارونه واچوو".
بل پلو، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وايي، "که موږ هر څومره پوځي ځواک ولرو، خو که چېرته مو اقتصاد تر فشار لاندې وي، خلک مو وږي وي او د ملي اقتصاد وده نهلرو، دوام نهشو ورکولی".
د امریکا او ایران ترمنځ له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته د سولې مذاکراتو چندان نتیجه نهده ورکړې.
امریکا هڅه کوي د اقتصادي فشارونو له لارې پر ایران د سولې د مذاکراتو شرایط ومني.
اټومي وسلو ته د ایران نهلاسرسی او د هرمز په تنګي کې د کښتیو ازاده تګ راتګ د مذاکراتو له عمده شرایطو څخه دي.
له هرمز تنګي یوازې ۷ کښتۍ اوښتي؛ پر دې تنګي د امریکا او ایران شخړه روانه ده
وړمه ورځ له هرمز تنګي یوازې اووه سوداګریزې کښتۍ تېرې شوې دي.
د کپلر په نوم د کښتیو د څارنې د معلوماتو بنسټ وايي، "د پنجشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۰مه له هرمز تنګي اووه سوداګریزې کښتۍ تېرې شوي چې د نورو ورځو په پرتله ډېرې کمې وې".
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې کښتیو له ډلې څلور يې فارس خلیج ته تللي او درې نور يې له دې خلیجه وتلې دي.
د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پیل مخکې د نړۍ نږدې یو پر پنځمه برخه اوومه تېل د هرمز له تنګي صادرېدل چې په ورځني ډول څه باندې ۱۰۰ کښۍ له دې تنګي تېرېدلې.
تهران وايي، د امریکا لهخوا د سمندري محاصرې تر ختمېدو به د هرمز تنګی د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلی وي.
د اوکراین ځیني متحدین له کيیف څخه د خپل ملاتړ څرګندولو لپاره غونډه کوي
یو شمېر اروپايي مشران راروانه دوشنبه کيیف ته ځي.
فرانسې د جمعې په ورځ د (اګسټ ۲۱مه) ویلي، "راروانه دوشنبه چې د اوکراین د خپلواکۍ ورځ ده یو شمېر اروپايي مشران به پلازمېنه کيیف ته سفر وکړي څو د روسیې پر ضد د اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړي".
د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون په ګډون ۱۰ نور اروپايي مشران به د کيیف په ملاتړ په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د ناټو سرمنشي مارک روته به په دې غونډه کې په انلاین ډول ګډون وکړي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې روسیې په وروستیو کې څو ځلې پلازمېنه کيیف د بالیستیک توغندیو هدف ګرځولی دی.