د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

پاکستان د ایتلافي حکومت جوړولو پر لور؛ مسلم لیګ تیاری نیسي، عمران خان یې د ملتیا بلنه رد کړه


نواز شریف، بلاول بوټو او عمران خان
نواز شریف، بلاول بوټو او عمران خان

د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف مسلم لیګ ګوند او متحدانو یې اعلان کړی چې ګډ ایتلافي حکومت جوړوي.

تمه ده چې له دې سره به هغه ابهام پای ته ورسېږي چې د فبروري د اتمې له انتخاباتو وروسته په پاکستان کې رامنځ ته شوی دی.

په دې انتخاباتو کې هېڅ ګوند د داسې اکثریت په ګټلو بریالی نه شو چې حکومت جوړ کړي.

دا اعلان پرون وروسته له هغه وشو چې د پخواني صدراعظم عمران خان ټولو مخالفو ګوندونو په اسلام آباد کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ پیپلز ګوند او د پخواني صدراعظم نوازشریف د مسلم لیګ ګوند غړو ګډون کړی و.

د نواز شریف ورور شهباز شریف چې د عمران خان له لیرې کېدو وروسته د هېواد د چارو واګي ورسپارل شوي وو، هم حاضر و.

شهباز شریف له زرداري او نورو سیاستوالو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې مسلم لیګ به له پیپلز او نورو کوچنیو ګوندونو سره راتلونکی حکومت جوړ کړي. هغه زیاته کړه چې د دوی ائتلاف د پارلمان تقریبا له درېیو دوه څوکۍ ګټلې.

مسلم لیګ نواز ګوند ویلي چې شهبار شریف به د راتلونکي حکومت مشري وکړي
مسلم لیګ نواز ګوند ویلي چې شهبار شریف به د راتلونکي حکومت مشري وکړي

ښاغلي شریف که څه هم ونه ویل چې د دوی ایتلاف به څوک د صدراعظم د څوکۍ لپاره ونوموي، خو وروسته د مسلم لیګ ګوند ویاندې مریم اورنګزیب جیو نیوز ټلویزیون ته وویل د راتلونکي حکومت مشري به شهبازشریف وکړي.

د مسلم لیګ او پیپلز ګوند په ګډه خبري غونډه کې ډېرې پوښتنې له هغې ډلې دا چې څوک به پر مهمو څوکیو کار کوي، بې ځوابه پاتې شوې.

شهبازشریف په ګډه خبري غونډه کې دا هم وویل چې مسلم لیګ نواز ګوند د عمران خان له تحریک انصاف ګوند سره هم د راتلونکي حکومت د جوړولو په برخه کې خبرو ته لېوالتیا لري.

هغه د عفو وکړه او هېر یې کړه اصطلاح یاده کړه او ویې ویل، راځئ چې د هېواد د ښېګڼې لپاره لاسونه سره ورکړو.

خو عمران خان د ګډ حکومت په جوړولو کې د همکارۍ وړاندیز رد کړ.

ښاغلي خان چې پرون د اډیالې په زندان کې محکمې ته د حاضرېدو پرمهال خبرې کولې وویل چې ګوند به یې هېڅکله له مسلم لیګ او پیپیلز ګوند سره خبرو ته کېنني.

XS
SM
MD
LG