د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د ټاکنیزو پایلو له اعلان وروسته د پاکستاني ځواکونو او د عمران خان د پلویانو نښتې


د وروستیو اعتراضونو یوه څنډه
د وروستیو اعتراضونو یوه څنډه

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پلویان د راولپنډۍ او لاهور کې په اعتراضیه لاریونونو کې له پولیسو سره ونښتل.

دوی ادعا کړې چې د فبرورۍ د اتمې نیټې په ترسره شویو انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

پولیسو پرون یکشنبې په دې ښارونو کې د معترضانو د تیت اوپرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګازڅخه کار واخیست.

ډېری اعتراضونه د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون د دفترونو په مخ کې وشول او خپلواکو کاندیدانو چې ډېری یې د عمران خان په ګوند پورې تړلي و، ادعا کړې چې په دغو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

یوې معترضې او د تحریک انصاف پاکستان د ګوند ملاتړې منیزه کامران رویترز خبري اژانس ته وویل چې په ځینو ټاکنیزو حوزو کې بریالي کاندیدان بدل شوي دي.

منیزه کامران وویل:

" زموږ رایې غلا شوې. موږ دوه دریمه اکثریت ترلاسه کړی. د تحریک انصاف ګوند په ټول پاکستان کې دوه پردریمه رایي ګټلې وې خو هغوی زموږ رایې غلا کړې."

د اعتراضونو یوه بله څنډه
د اعتراضونو یوه بله څنډه

د سبحان علي په نوم یو بل معترض وایي چې په پاکستان کې چارواکي غواړي خپلې پریکړې پرخلکو ومني.

هغه وایي:

" ننۍ مظاهرې په واقعیت کې د هغو ځواکونو په وړاندې دي چې د خلکو رایې یې غلا کړې دي. دغه اعتراض د هغو کسانو په وړاندې دی چې د خلکو نظر یې ونه مانه او فکر یې وکړ چې کولای شي خپلې پرېکړې پرخلکو وتپي."

که څه هم د تحریک انصاف پاکستان ګوند مستقیماً په ټاکنو کې له ګډونه منع شوی، خو د دې ګوند غړیو د خپلواکو کاندیدانو په توګه وکولای شول چې د پاکستان د ملي اسامبلې د ۲۶۶ څوکیو ۱۰۱ یې خپلې کړي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، خپلواک کاندیدان نه شي کولای چې حکومت جوړکړي.

د پاکستان د بل پخواني صدراعظم نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ګوند ۷۵ څوکۍ ګټلي او ورپسې د پاکستان پیپلز ګوند د ۵۴ څوکیو په ګټلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.

د راپور له مخې، که د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونه سره ایتلاف هم وکړي، نه شي کولای چې د یوه حکومت د جوړولو لپاره ټاکلی حد پوره کړي.

ویل کیږي چې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو احتمالي ایتلاف هم د دوی د ایتلافي حکومت زمینه نه شي برابرولی
ویل کیږي چې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو احتمالي ایتلاف هم د دوی د ایتلافي حکومت زمینه نه شي برابرولی

د یوه ایتلاف په صورت کې د دغو ګوندونو د رایو شمېر ۱۲۹ ته رسیږي؛ حال دا چې د حکومت د جوړولو لپاره ۱۳۴ رایو ته اړتیا ده.

په اسلام آباد کې پولیسو پرون یکشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې یو شمېر کسان د ټاکنو د کمیسیون په مخکې غیر قانونې غونډې جوړوي چې پر وړاندې به یې قانوني اقدام وشي.

ورته خبرداری په راولپنډۍ کې هم ورکړل شوی و.

پاکستان د ۲۰۲۲ کال د اپریل له میاشتې راهیسې له کله چې پخواني صدراعظم عمران خان د پارلمان د رایو په پایله کې بې واکه شو، د یوه سرپرست حکومت له خوا اداره کیږي.

په اوس وخت کې عمران خان د فساد په تور بندي دی، خو پلویانو یې ویلي چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي او نه غواړي چې له پامه وغورځول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG