د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

پاکستان کې د ائتلافي حکومت د جوړولو د هڅو پیل او ټاکنو ته یې نړیوال غبرګونونه


د پاکستان د ټاکنیزو سیالیو یوه څنډه
د پاکستان د ټاکنیزو سیالیو یوه څنډه

د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د رایو د نتایجو له اعلان وروسته جوته شوې ده چې په انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو د پارلمان ۹۸ څوکۍ ګټلي، په داسې حال کې چې د نوازشریف مسلم لیګ ګوند ۶۹ او د بلاول بوټو زراري ګوند ۵۱ څوکۍ خپلې کړې دي.

د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر نوازشریف چې درې ځلې یې مخکې هم د دې هېواد د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، د ټولو رایو د نتایجو له اعلانېدو مخکې خپلې پخوانۍ خبرې بېرته واخیستې او ویې ویل چې له خپلو متحدانو سره به یو ائتلافي حکومت جوړ کړي.

هغه د فبروري په اتمه د عمومي انتخاباتو په ورځ د خپلې رایې د کارولو پرمهال د ائتلافي حکومت د جوړېدو احتمال رد کړی و او خبریالانو ته یې ویلي و چې دی غواړي د خپل ګوند حکومت جوړ کړي.

خو پرون وروسته له دې چې د مخکیني صدراعظم عمران خان د ګوند یوشمېر غړو د آزادو کاندیدانو په توګه تر نورو ګوندونو ډېرې رایې وګټلې د ښاغلي شریف لحن بدل شو او ویې ویل چې ده خپل ورور شهبازشریف ته چې هغه هم د یوې موقتې دورې لپاره د صدراعظم په توګه کار کړی، دنده سپارلې چې د نورو ګوندونو له استازو سره د ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه خبرې وکړي.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر، نواز شریف
د مسلم لیګ نواز ګوند مشر، نواز شریف

که څه هم ګومان کېده چې د پاکستان دوه دودیز ګوندونه مسلم لیګ او پيپل به په دې انتخاباتو کې تر نورو ډېرې رایې وګټي، خو تحریک انصاف ګوند تر هغه څه چې تمه یې کېده ډېرې څوکۍ خپلې کړې.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند غړو په دې انتخاباتو کې د آزادو کاندیدانو په توګه ګډون کړی او نه شي کولای حکومت جوړ کړي، خو کولای شي د نتایجو له اعلان څخه وروسته په ۷۲ ساعتونو کې د یوه ګوند ملاتړ وکړي.

تراوسه معلومه نه ده چې د ائتلافونو په ترڅ کې به څوک د چا ترڅنګ ودرېږي او کوم ګوند یا ګوندونه به د حکومت په جوړولو وتوانېږی خو په پاکستان کې د تېرو څو لسیزو جریاناتو او د پوځ ونډې ته په پام سره دا پوښتنه مخې ته راځي چې آیا په رښتیا ګوندونه د پاکستان راتلونکې بدلولای شي؟

ډېری کارپوهان باور لري چې د پاکستان پوځ د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې ټاکونکی رول لوبوي.

د سیاسي چارو کارپوه او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات زردشت شمس وايي، که څه هم د افغانستان په اړه د پاکستان ټولي پالیسۍ پوځ ټاکي خو که یو مقتدر جمهوري حکومت جوړ شي نو د ده په باور په ځینو برخو کې ښېګڼې ته څه ناڅه امېد شته.

شمس زیاتوي:

" که په پاکستان کې یو جمهوري حکومت چې یوڅه ناڅه صلاحیت ولري جوړ شي نو ځینو خبرو ته پام وکړي. مثلا د افغان کډوالو په وضعیت کې ښايي تغییر راشي، ځکه پخوا هم موږ شاهد وو، چې دوی مهلتونه ډېر ټاکل خو تېرې موقتې ادارې چې مستقیما د پوځ په لاس کې وه بې شرمانه چلند وکړ. له افغان کډوالو سره پخوا داسې چلند نه و، شوی. نو یوڅه امېدواري شته چې په ځینو چارو کې یوڅه نرمښت راشي او له افغانستان سره په اړیکو کې ښه والی امکان لري."

پخوانی افغان دیپلومات او سیاسي کارپوه، زردشت شمس
پخوانی افغان دیپلومات او سیاسي کارپوه، زردشت شمس

د عمران خان پلویانو له افغانستان سره په ګاونډ کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې تر ټولو ډېرې رایې ګټلي، خو د دې ایالت یو شمېر خلکو پرون اعتراض وکړ چې د رایو په نتایجو کې درغلي شوې.

د دې اعتراض پرمهال په شنګله ولسوالۍ کې دوه تنه د اعتراض پرمهال مړه او شل تنه نور ټپیان شول.

پولیس وايي دا دوه تنه هم معترضان وو چې د تحریک انصاف د پلویانو له خوا د تیږو په ګوزارونو ووژل شول.

معترضانو د رایو د بیاشمېرنې غوښتنه کوله.

په عین حال کې برېتانیا او متحدوایالتونو د پاکستان په انتخاباتو کې د بې نظمیو د راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر دیویدکمیرون بیګا وویل، موږ دا تاییدوو چې د پاکستان په انتخاباتو کې د ټولو اړخونو د ګډون له پلوه اندېښنې شته.

هغه له دې کبله خپګان څرګند کړ چې ټولو ګوندونو ته په انتخاباتو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند ماتیو میلر هم بیګا په یو بیان کې وویل امریکا د پاکستان د انتخاباتو په بهیر کې د لګېدلو محدودیتونو له کبله اندېښنه لري.

میلر د رایو په بهیر کې د درغلیو پر راپورونو هم اندېښنه وښوده، خو هغه زیاته کړه چې متحدایالات د پاکستان له راتلونکي حکومت سره ګډ کار ته چمتو دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG