د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

پر محسن داوړ برید او بېلابېل غبرګونونه


محسن داوړ - تصویر له ټولنیزو رسنیو
محسن داوړ - تصویر له ټولنیزو رسنیو

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر او پېژندل شوی پښتون سیاستوال محسن داوړ نن (د فبرورۍ پر ۱۰مه) هغه مهال په ډزو ټپي شو چې په میرامشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته یې احتجاجي غونډې ته وينا کوله.

نوموړی د فبرورۍ اتمې نېټې په ټاکنو کې له شمالي وزيرستان څخه د پاکستان مرکزي پارلمان ته کاندید دی.

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ یو مخکښ غړي رحيم داوړ تر پېښې وروسته د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې چې د ګوند مشر محسن داوړ او نورو غړيو غوښتل چې د شمالي وزيرستان د پوځیانو د مشر دفتر ته ورشي او له هغه د ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه وکړي، خو د نوموړي په وينا پوځيانو هغوی ته دننه د ورتګ اجازه ور نه کړه.

د رحيم داوړ په وينا، وروسته هغوی د پوځي مشر د دفتر مخې ته، چې په پوځي چاوڼۍ کې دننه دی، احتجاجي غونډه پيل کړه او چې کله محسن داوړ وينا پيل کړه نو "ناتاره ډزې" ورباندې وشوې.

رحيم داوړ زياتوي چې د ډزو په پایله کې د هغوی يو ملګری وژل شوی او د ملي جمهوري غورځنګ د شمالي وزيرستان د مشر په ګډون د ګوند پينځه غړي ژوبل شوي دي.

نور راپورونه بیا ښيي چې په دې پېښه کې پر محسن داوړ سربېره د هغه ۸ پلویان ټپیان شوي.

د داوړ د ګوند پلويانو پر ټولنیزو رسنیو د نوموړي عکسونه خپاره کړي چې هغه په ټپي حالت کې پروت ښکاري او وينې ورڅخه بهېږي.

د محسن داوړ په ګډون ټول ژوبل کسان د درملنې لپاره د میرامشا روغتون ته رسول شوي او د ډاکټرانو په وينا، د داوړ روغتيايي حالت له خطره بهر دی.

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ وياندې بشره ګوهر د پېښو د پلټنو او د بريد د عاملينو د سزا غوښتنه کړې ده.

پر دې سربېره د بشري حقونو فعالانو او سياستوالو پر محسن داوړ د بريد غندنه کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر اېکس ليکلي چې د دې پېښې خلاف له محسن داوړ او د هغه له ګوند سره ولاړ دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر اېکس ليکلي چې د دې پېښې خلاف له محسن داوړ او د هغه له ګوند سره ولاړ دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پر اېکس ليکلي چې ددې پېښې خلاف له محسن داوړ او د هغه له ګوند سره ولاړ دی.

نوموړي زياته کړې چې "امنيتي ادارې دې د غنډه ګردۍ لړۍ پای ته ورسوي."

محسن داوړ، تر ژوبلېدو وړاندې پر اېکس ليکلي ول چې د ټاکنیز کمیسیون له خوا ګومارل شوي چارواکي د ټاکنو په پایلو کې له درغلۍ کار اخلي او سربېره پر دې چې نوموړي هلته تر ټولو زياتې رايې اخيستي دي، پایلې نه اعلانوي.

نوموړي تور پورې کړی و چې په شمالي وزيرستان کې د ملي پارلمان پر يوې او د سیمه ییز پارلمان پر دوو حلقو تر ټاکنو وروسته په پایلو کې بدلون راوستل شوی دی.

تر دې وړاندې د جنورۍ په درېیمه، د شمالي وزيرستان په تپي کې د محسن داوړ پر قافلې برید شوی و چې نوموړی ورڅخه روغ وتلی و.

محسن داوړ په ۲۰۱۸ز کال کې له شمالي وزیرستانه د پاکستان د ملي پارلمان غړی ټاکل شوی و.

د پاکستان د پولیسو او پوځ غبرګون

په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د پولیسو سرچینو تایید کړې چې محسن داوړ د پولیسو په ډزو ټپي شوی دی.

د پولیس چارواکو له قوله په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د پاکستان د پوځ مشر له سیاستوالو غوښتي چې خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي
د پاکستان د پوځ مشر له سیاستوالو غوښتي چې خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي

بل لور ته: د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر نن (شنبې) د خپل هېواد له سیاستوالو وغوښتل چې په خپل منځ کې اختلاف پای ته ورسوي او د خلکو د ژوند د ښېګڼې لپاره کار وکړي.

دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د پاکستان د عامو انتخاباتو له اعلان شویو پایلو داسي ښکاري چې د پخواني صدراعظم عمران خان پلویانو د نورو ګوندونو پرتله ډېرې څوکۍ ګټلي دي.

جنرال عاصم منیر په یوه بیان کې وویل، هېواد یې داسي لاسونو ته اړتیا لري چې رغوونکي وي او د پاکستان دوه نیم سوه میلیونه وګړي له بد اقتصادي وضعیت او ګډوډۍ وژغوري.

د ټاکنو وروستی حال

د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو پر اساس، تراوسه د پارلمان له ۲۶۶ څوکیو څخه د څه باندې ۲۵۰ څوکیو لپاره د اچول شویو رایو شمېرل بشپړ شوي چې د هغو له مخې، د هغو کاندیدانو شمېر ډېر دی چې د پخواني صدراعظم عمران خان پلوي کوي.

د پاکستان د ټاکنو پایلې ناندریزې شوي او بېلابېلې خواوې ترې ناراضه برېښي
د پاکستان د ټاکنو پایلې ناندریزې شوي او بېلابېلې خواوې ترې ناراضه برېښي

تراوسه پورې ۹۹ څوکۍ د عمران خان پلوي کاندیدانو ګټلي.

د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ۷۱، د بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند ۵۳ او نورې څوکۍ کوچنیو ګوندونو ګټلي دي.

د عمران خان او نوازشریف پلویانو د بري ادعاوې کړي دي.

په همدې منځ کې یو شمېر ګوندونو ویلي چې په ټاکنو کې لاسوهنه شوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ادعا کړې چې له پرون راهیسي څو ځلې د انتخاباتو پایلې بدلې را بدلې شوي او که د دوی په رایو کې درغلي وشوه، د ټاکنو پایلې به ونه مني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG