د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

د پاکستان د عامو انتخاباتو پایلې؛ تر ټولو ډېرې چوکۍ د عمران خان پلویانو ګټلي


په پاکستان کې د عامو انتخاباتو د رایو شمېرلو له بهیره یو انځور
په پاکستان کې د عامو انتخاباتو د رایو شمېرلو له بهیره یو انځور

مخکې تر دې چې د تحریک انصاف ګوند د پاکستان د جمعې د ورځې د عامو انتخاباتو د پایلو په اعلان کې د ځنډ پر ضد مظاهرې وکړي، د دغه هېواد د انتخاباتو کمېسیون نتیجې اعلان کړې.

د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس یو شمېر غړیو د پاکستان په عامو انتخاباتو کې په درغلیو اندېښنه ښودلې ده.

دوی د خپل هېواد له باندنیو چارو وزارته غوښتي چې د دغو تورونو تر پوره څېړل کېدو پورې د پاکستان د انتخاباتو پایلې ونه مني.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون نن د جمعې د ورځې د انتخاباتو پایلې اعلان کړې چې پر اساس یې ازاد کاندیدان، چې ویل کېږي اکثره یې د تحریک انصاف غړي دي، ډېرې چوکۍ ګټلي دي.

پرون د دغه ګوند یوه مشر حماد اظهر ویلي وو چې که تر ننه د انتخاباتو پایلې اعلان نه شی، پلویان به یې نن یکشنبې په ټول پاکستان کې مظاهرې وکړي.

د امریکا د کانګرس ودانۍ
د امریکا د کانګرس ودانۍ

د کانګرس د استازو جرګې غړې سمر لي پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، په انتخاباتو کې د پاکستان د پوځ د لاسوهنو شواهدو اندېښمنه کړې ده.

دې ویلي، امریکا باید دا یقیني کړي چې د پاکستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده او اجازه نه ورکوي چې دولتي فشار د خلکو غږ غلی کړي.

د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې سوزا وایلډ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، د پاکستان په انتخاباتو کې د لاسوهنو په اړه دې پلټنې وشي او اوس هغه وخت رارسیدلی چې نړیواله ټولنه د پاکستان له خلکو سره ودرېږي.

دې ټینګار کړی چې امریکا تر هغو په پاکستان کې کوم حکومت منلی نه شي چې د ولسواکۍ پر اساس نه وي راغلی.

د کلیفورنیا ایالت استازي روهیت کهنه هم ویلي چې د پاکستان اکثریت خلکو عمران خان ته رایې ورکړي او داسي ښکاري چې اکثریت غواړي چې نوموړی بیا صدراعظم شي.

ده په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې باید دا ډاډ ترلاسه شي چې امریکا په پاکستان کې هغه حکومت په رسمیت نه پېژني چې قانوني مشروعیت نه لري.

د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون د اعلان شویو نتیجو پر اساس، په ملي جرګه کې د عمران خان د پلویانو چوکۍ ډېرې دي، خو داسي نه ښکاري چې د حکومت د جوړولو لپاره کافي وي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې دا مهال په بند کې دی. ویل کېږي چې تر ټولو ډېرې چوکۍ د دې د ګوند غړو ګټلي دي.
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې دا مهال په بند کې دی. ویل کېږي چې تر ټولو ډېرې چوکۍ د دې د ګوند غړو ګټلي دي.

د کانګرس یوې بلې غړې شیلا جکسن ویلي، باید د پاکستان په انتخاباتو کې د دغه هېواد د ولس غږ واورېدل شي.

دې زیاته کړه، د فبرورۍ د اتمې نېټې د انتخاباتو د شفافیت لپاره په‌کار ده چې د انتخاباتي څارونکو او د پاکستان متحدانو ته اجازه ورکړل شي چې د دې هدف لپاره کار وکړي.

په استازو جرګه کې د نیوادا ایالت غړې سوزي لي ویلي چې د امریکا د باندنیو چارو وزارت له دې غوښتنې سره د نظر یووالی لري چې د پاکستان په انتخاباتو کې باید درغلۍ وڅېړل شي.

په کانګرس کې د ټکساس استازو جیسمین کروکیټ، ګریګ کاسار، یاکین کاسټرو او ویرونیکا ایسکوبار او د مشیګان الیسا سلاټکن او جان جیمز هم په خپلو بیانونو کې د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلۍ په تورونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

امریکا، اروپايي اتحادیې او بریتانیا د پاکستان په انتخاباتو کې د لاسوهنو پر تورونو اندېښنه ښودلې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی متیو مېلر ویلي وو چې باید د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلۍ د ادعاوو په اړه بشپړه پلټنه وشي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو د روڼوالي په اړه د نړیوالې ټولنې نیوکې رد کړې او ویې ویل چې دا انتخابات په شفاف ډول ترسره شوي دي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په انتخاباتو کې ستونزې او د رایو په شمېرلو کې جنجالونه د الیکترونیکي وسایلو د نشتوالي له کبله بللي او ویلي چې تر انتخاباتو مخکې یې له ماشینونو څخه د کار اخیستو په اړه په لسګونو ځلې یادونه کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG