د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

د پاکستان انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې؛ په غبرګون یې بلوچستان کې زرګونو کسانو لاریون کړی


په بلوچستان کې د لاریون یوه څنډه
په بلوچستان کې د لاریون یوه څنډه

په بلوچستان ایالت کې څلورو ګوندونو د فبرورۍ د اتمې په انتخاباتو کې د درغلیو تور لګولی او د نتیجو د بدلون لپاره یې ګډ لاریون پیل کړی دی.

د پاکستان په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې زرګونو خلکو د وروستیو پارلماني انتخاباتو د نتیجو چې تر اوسه نهایي شوي نه دي، پر ضد د سړکونو په بندولو سره مظاهرې وکړې.

لاریونونه په داسي حال کې دي چې د پاکستان دوو سترو سیاسي ګوندونو په دې اړه خبرې اترې روانې دي چې څوک د راتلونکي حکومت مشري کولی شي.

یو شمېر ګوندونو د فبرورۍ د اتمې نېټې د انتخاباتو نتیجې رد کړې او ډېرو یې د درغلیو تور پوری کړی دی.

ازادو کاندیدانو چې ډېری یې د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان له پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تړلي دي، په انتخاباتو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټلې.

د پاکستان صدراعظم چې اوسمهال په بندی کې دی. د ګوند غړي یې ادعا کوي چې ډېرې څوکۍ یې ګټلي دي.
د پاکستان صدراعظم چې اوسمهال په بندی کې دی. د ګوند غړي یې ادعا کوي چې ډېرې څوکۍ یې ګټلي دي.

په دې سره د پوځ ملاتړ لرونکي پاکستان مسلم لیګ نواز (PML-N) ګوند چانس ته ضربه ورسوله چې غوښتل یې په اکثریت سره دا انتخابات وګټي.

د یادولو وړ ده چې خپلواک کاندیدان نه‌شي کولی حکومت جوړ کړي.

په داسي حال کې چې پاکستان له څو اوونیو راهیسي له ناڅرګنده وضعیت سره مخامخ دی او په همدې حال کې سیال ګوندونه د ایتلاف رامنځته کولو پر سر خبرې کوي.

د 'پي ټي آی' مشرانو ادعا کړې ده چې که په رايو کې درغلي نه وای شوې، دوی به تر دې هم زياتې څوکۍ ګټلې وې.

نوی پارلمان به د پاکستان راتلونکی صدراعظم ټاکي.

د فبرورۍ په ۱۲مه، د عمران خان زرګونو پلویان په بلوچستان ایالت کې سړکونو ته راووتل، چيرته چې د حکومت یوه ویاند جان اڅکزي له مظاهره کوونکو وغوښتل چې د ماتې په منلو سره دې له لویو لارو لیرې شي.

عمران خان ونه‌شو کړای چې په انتخاباتو کې برخه واخلي ځکه په جنايي قضیو کې محکوم شوی دی، خو دی وايي دا قضيې سیاسي انګېزه لري.

خو له ده سره تړاو لرونکو نوماندانو د ولسي جرګې له ۲۶۶ څوکیو څخه ۱۰۱ څوکۍ ترلاسه کړې.

د پاکستان مسلم لیګ‌ ن ګوند چې مشري یې پخواني صدراعظم نواز شریف کوي، ۷۵ څوکۍ ترلاسه کړي دي.

شریف اوسمهال له متحدینو سره د ایتلافي حکومت جوړولو په اړه خبرې کوي.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف

د بلاول بهټو زرداري په مشرۍ د پاکستان پيپلز پارټۍ د ۵۴څوکيو په ترلاسه کولو سره درېيم ځای خپل کړی دی.

په ۲۰۲۲م کې د عمران خان د ګوښه کولو کمپاین د مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند رهبري کړی و.

د فبرورۍ په ۱۱مه ناوخته په یوه بیان کې، مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند وویل چې دوی ژمن دي چې "د ملت ګټې او هوساینې ته له هرڅه پورته" او "پاکستان له سیاسي بې ثباتۍ څخه لیرې کولو او انعطاف له لارې د سوکالۍ پر لور بوځي."

خو د پاکستان مسلم لیګ ن او پيپلز ګوند دواړو چارواکو ویلي، په دې اړه خبرې په ټپه ولاړې دي چې کوم مشر به لوړه دنده ترسره کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG