د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

د خوړو نړیوال پروګرام: له هرو لسو افغان کورنیو نهه یې کافي خواړه نه‌لري، ډېر ماشومان په تشو معدو ښوونځیو ته ځي


یوه بېوزله افغانه کورنۍ - تصویر له ارشیفه
یوه بېوزله افغانه کورنۍ - تصویر له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام "WFP" وايي، په افغانستان کې د هرو لسو کورنیو له ډلې؛ نهه کورنۍ کافي خواړه نه‌لري.

دغه سازمان دا شمېرې تېره شپه پر خپلې اېکس‌پاڼې خپرې کړې دي.

"ډبلیوایف‌پي" دا هم وايي، لوږه تر دې کچې رسېدلي چې ډېری ماشومان تشه معده ښوونځیو ته ځي.

دې پروګرام د یو شمېر افغان زده‌کوونکو او د هغوی د ښوونکو ویډیوګانې هم خپرې کړي، چې هغوی په کې په دوی د "لوږې" د بدو اغېزو په اړه غږېږي.

هزره چې د خوړو نړیوال پروګرام یې د ښوونځي، ټولګي او ولایت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي د خپل ژوند په اړه وايي:

"کله چای وي، کله نه‌وي. ډودۍ هم کله وي او کله نه‌. پلار مو ډېر غریب دی. که ډوډۍ وي خورو یې او که نه‌وي همداسې مکتب ته راځوو. "

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو یو مخکینی تصویر
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستو یو مخکینی تصویر

د خوړو نړیوال پروګرام په دې ویډیو کې د سلیمې په نوم د یوې ښوونکې څرګندونې هم خپرې کړي چې وايي، ولږې یې زده‌کوونکي تر دې کچې رسولي چې سمه زده‌کړه نه‌شي کولای او تر خوا یې د زده‌کړې لپاره بشپړه انرژي هم نه‌لري.

نوموړې زیاتوي:

"کله چې دوی سهار کې صنف ته راشي، موږ یې ګورو. کله چې زه ورته درس وایم، دوی ډېر خفه وي، خاموش وي، رنګ یې هم خړ وي، نه‌شي کولای درس ووايي. کله چې زه پوښتنه وکړم، سم ځواب راته نه وايي، یعنې نه‌يي شي کولای وجود یې ډېر کمزوری وي. "

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، هیڅ ماشوم باید په تشه معده زده‌کړې و نه کړي او له همدې امله د دې پروګرام له قوله، دوی په ټول افغانستان کې هره ورځ نږدې ۷ سوه زره زده‌کوونکو ته بیسکټ وېشي چې په دې شمېر کې سمې نیمايي یې نجونې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر نور افغانان هم وايي، بې‌وزلي تر دې کچې رسېدلي چې دوی د څه اخستو توان له لاسه ورکړی.

د هلمند اوسېدونکی عبدالاحد ازادي راډیو ته وویل:

"نه کار شته نه روزګار. نه په سړک مزدوري چې روزانه پرې یو مسلمان څه وکړي. نه بله کومه دنده شته. نه د یوې موسسې له‌خوا کار شته چې په سړک یا هم ویالو کار شروع شي. له هرې لارې کار نه‌شته. "

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د خلکو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو پرون یې پر خپله ایکس‌پاڼه ادعا کړې چې په افغانستان کې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټيټه شوې، په کور دننه دخوراکي توکو په تولید کې زیاتوالی راغلی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت دپام وړ لوړشوی او دخوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټيټوالی هم راغلی دی.

مجاهد داسې مهال په افغانستان کې د وضعیت د ښه‌والي ادعا کوي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) د شمېرو له مخې ۲۹،۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او تر ۵۰ سلنه ډې نور یې د خوراکي خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG