د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

طالبان: د افغانستان له فضا زرګونه عبوري پروازونه ترسره شوي؛ رسنۍ: د افغانستان فضا خوندي نه ده


د افغانستان د هوايي حریم یوه څنډه
د افغانستان د هوايي حریم یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په تېر لمریز کال کې د افغانستان له فضا له ۲۵ زره زیات عبوري پروازونه ترسره شوي دي.

په داسې حال کې چې لا هم په نړیواله کچه د افغانستان له فضا نه د عبوري پروازونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې موجودې دي، د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بیا په تېر یو کال کې د افغانستان له فضا نه د زرګونو عبوري پروازونو خبره کوي.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پالیسۍ مرستیال حسیب‌الله سروش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې ملت ته د حساب ورکولو په کنفرانس کې وویل چې دوی یوازې په تېر لمریز کال کې د افغانستان له فضا له ۲۵ زره زیات عبوري پروازونه ثبت کړي دي.

د سروش په وینا، دغه پروازونه د افغانستان په فضا په خوندي ډول ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ په دې وتوانېدو چې د افغانستان فضا د عبوري پروازونو لپاره خوندي او مناسب وګرځو، چې له نیکه‌مرغه ۲۵ زره ۵ سوه ۴۰ پروزانه په تېر کال کې ثبت شوي دي. له دې سره خوا کې موږ په هر ۲۴ ساعتونو کې ۹۰ عبوري پروازونه لرو."

دی وايي، دوی په تېر لمریز کال کې شاوخوا ۱۶ سوه د پروازونو هغه جوازونه صادر کړي چې په هر جواز کې د سلګونو پروازونو د ترسره کېدو اجازه شته.

د دغه وزارت چارواکي همداراز وايي، د افغانستان ټول هوايي ډګرونه د نړیوالو او کورنیو پروازونو لپاره د تېر په څېر فعاله او د هر ډول امکاناتو نه برخمن شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت چارواکي داسې مهال دغه ادعا کوي چې یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو له اسوشېټېډپرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د افغانستان فضا د عبوري پروازونو لپاره خوندي نه بولي.

یاد اژانس په خپل راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، د افغانستان فضا به څه ډول خوندي وي چې هلته طالبان واکمنان دي او طالبان په داسې خاورې واکمنان دي چې د خپلې فضا کنټرول په واک کې نه لري او د هر ډول خطر د پېښېدو ګواښ شته.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر د رادار سیستم. 09 Aug 2018
د کابل د نړیوال هوايي ډګر د رادار سیستم. 09 Aug 2018

خو د نړیوالو هوايي شرکتونو دغه اندېښنې څومره جدي دي؟

د ټرانسپورټ او هوايي چلند په برخه کې پوه صادق شینواري ازادي راډیو ته وویل: "د نړيوالو هوايي شرکتونو اندېښنې پر ځای دي، د دې لپاره چې تر اوسه په دې برخه اطمینان او خوندي فضا نه ده رامنځته شوې نو تر هغې چې طالبان په رسمیت نه وي پېژندل شوي دا اندېښنې موجودې دي."

له دې وړاندې د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر ملا یعقوب په ګډون یو شمېر طالب چارواکو هم اندېښنه ښودلې وه چې د افغانستان په فضا کې د ځینو هېوادونو الوتکې ګرځي، خو دوی مخه نه‌شي نیولای.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جولای میاشتې په ۲۵ مه د امریکا د ملکي هوايي چلند فدرالي ادارې پرېکړه وکړه چې د افغانستان په فضا کې په لوړه ارتفاع د ملکي الوتکو تګ راتګ ته اجازه ورکړي.

دغې ادارې د روانې میلادي میاشتې په ۸مه وویل چې د یو لړ نوي مقرارتو په عملي کولو سره به د امریکا دغه اداره خپلو الوتکو ته د افغانستان په اسمان کې په ۳۲ زره فوټه ارتفاع کې د الوت اجازه ورکړي، دا هغه ارتفاع ده چې په توغندي نه‌شي ویشتل کېدای.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان له خپل هوايي قلمرو څخه له هرې تېرېدونکې الوتکې ۷۰۰ ډالره حق العبور اخیستل کېږي.

دغه وزارت وايي، په تېر لمریز کال کې شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ عواید د دولت خزاني ته جمع کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته اکثرو نړیوالو هوايي شرکتونو، چې الوتکې یې د افغانستان له فضا تېرېدې، خپل مسیرونه بدل کړل او بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ودرولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG