د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د افغانستان له فضا تېرېدونکو امریکايي الوتکو ته یو لړ نوي مقررات وضع شوي


د افغانستان د هوايي حریم یوه څنډه
د افغانستان د هوايي حریم یوه څنډه

د امریکا د ملکي هوايي چلند فدرالي ادارې د افغانستان له فضا څخه تېرېدونکو امریکايي الوتکو ته یو لړ نوي مقررات وضع کړي دي.

د تېرې جولای میاشتې په ۲۵ مه د امریکا د ملکي هوايي چلند فدرالي ادارې پرېکړه وکړه چې د افغانستان په فضا کې په لوړه ارتفاع د ملکي الوتکو تګ راتګ ته اجازه ورکړي، خو اوس تازه دې ادارې د افغانستان له فضا څخه د الوتکو د کار اخیستو په اړه یو لړ نوي مقررات عملي کړي دي.

دا نوي مقررات د نړیوال هوايي ترانسپورټ ټولنې په همکارۍ د نړیوال هوايي ملکي سازمان له لوري د تحلیل شویو معلوماتو پر اساس تطبیق کېږي.

د امریکا د ملکي هوايي چلند ادارې خپلو الوتکو ته د افغانستان په اسمان کې په ۳۲ زره فوټه ارتفاع کې د الوت اجازه ورکړې ده.

دا هغه ارتفاع ده چې په توغندي نه شي ویشتل کېدای.

سي ایچ افیېشن پرون یکشنبه راپور ورکړ چې د امریکا د ملکي هوايی چلند اداره وايي، اوس د افغانستان په فضا کې د ملکي الوتکو تګ راتګ ممکن دی ځکه چې د طالبانو حکومت یو شمېر مقررات اجرا کړي چې له کبله یې د کابل اسمان په ۳۲ زره فوټه ارتفاع کې د امریکا د ملکي الوتکو لپاره خوندي شوی دی.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر د رادار سیستم. 09 Aug 2018
د کابل د نړیوال هوايي ډګر د رادار سیستم. 09 Aug 2018

دا په داسې حال کې ده چې په نورمال ډول ملکي الوتکې تر ۲۸ زره فوټه لوړې او تر ۳۱ زره فوټه ټیټې الوتنې کوي.

د راپور له مخې، د ملکي الوتنو لپاره د افغانستان له اسمان څخه کار اخیستو د نورو هوايي شرکتونو ترڅنګ امریکايي او اروپايي شرکتونو ته د اسیا ځینو هېوادونو ته په سفر کې اسانتیا رامنځته کوي.

له یوې خوا د یو شمېر الوتکو د تګ راتګ لار لنډوي چې ورسره د هغو د تېلو مصرف او وخت سپموي له بلې خوا افغانستان ته د حق العبور له درکه مالي ګټه رسوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر اساس، افغانستان له خپل هوايي قلمرو څخه له هرې تېرېدونکې الوتکې ۷۰۰ ډالره حق العبور اخلي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته اکثرو نړیوالو هوايي شرکتونو، چې الوتکې یې د افغانستان له اسمانه تېرېدې، خپل مسیرونه بدل کړل او بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ودرولې.

حاضر دمه یوازې د اریانا افغان هوايي شرکت او کام‌ایر شرکت الوتکې د ۱۵ بهرنیو هوايي ډګرونو او کابل ترمنځ الوتنې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG