د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

په خیبر پښتونخوا کې افغان ځوانانو لپاره د انځورګرۍ او خطاطۍ کورس پیلېږي


ارشیف: د عبدالرب حبيب يار انځورګري
ارشیف: د عبدالرب حبيب يار انځورګري

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د مفکوره په نوم بنسټ د هغو افغان نجونو او هلکانو لپاره، چې په افغانستان کې دي او له خطاطۍ او انځورګرۍ سره علاقه لري د انلاین کورس د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د مفکور بنسټ مشر حیات الله روغاني ازادي راډیو ته ویلي، دا کورس چې په جولای میاشت کې پیلېږي، نوملیکنه ورته پیل شوې ده.

د نوموړي په خبره، کورس دوه میاشتې دی او په وړیا ډول زده کړه ورکول کېږي.

افغان انځورګر حمدالله ارباب د دغه کورس تعقیب د هغوی لپاره، چې له یادو هنرونو سره مینه لري بې ګټې نه بولي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG