د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

محکمې د عمران خان ضمانت ومانه


د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان
د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان

د پاکستان د تروریزم ضد محکمې د پاکستان د مخکیني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ضمانت درخواست نن سې شنبه د مې ۳۰مه ومانه.

عمران خان د مې میاشتې پر نهمه د هغه تر نیول کېدو وروسته تاوتریخوالي ته په لمن وهلو تورن دی.

د عمران خان مدافع وکیل انتظار حسین پنجوته وايي، د تروریزم ضد محکمې د عمران خان ضمانت تر لاسلیک وروسته ومانه او بیا یې محکمې ته ولېږه.

د پنجوته په خبره یوه ډله څېړونکي چې د مې میاشتې د نهمې د تاوتریخوالي موضوع څېړي، نن د پوښتنو ګروېږنو لپاره عمران خان احضار کړی و، خو د هغه پر ځای د هغه د حقوقي ډلې یوه غړي د محکمې په دې جلسه کې برخه واخیسته.

د محکمې نننۍ پرېکړه دا معنی لري چې عمران خان د جون میاشتې تر دویمې نېټې پورې د امنیتي ځواکونو له خوا نه نیول کېږي.

عمران لومړی په دې تورن و، چې د خپل صدارت پر مهال یې قیمتي تحفې د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو ترلاسه کړي او پلورلي دي.

خو اوس په راپورونو کې ویل شوي چې عمران خان، خپل ځان د پاکستان د پیاوړي پوځ په وړاندې درولی دی.

د مې میاشتې پر نهمه د هغه نیول کېدل په پاکستان کې د پراخو اعتراضونو سبب شول، چې تاوتریخوالی هم په کې وشو.

په لاهور کې د پولیسو او عمران خان د ملاتړ معترضانو ترمنځ د اخ و ډب یو انځور. May 10, 2023
په لاهور کې د پولیسو او عمران خان د ملاتړ معترضانو ترمنځ د اخ و ډب یو انځور. May 10, 2023

د عمران خان پلویانو هغه وخت په تاوتریخوالي لاس پورې کړ، چې سلګونه یې له پولیسو سره تر شخړو وروسته ونیول شول.

عمران خان چې پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي وايي چې د دغو تاوتریخوالو په وخت کې دی په توقیف کې و.

۷۰ کلن خان چې یو وخت د پاکستان د کرکټ ستوری و، د رویټرز اژانس په لیکنه په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ صدراعظم شو، خو هم عمران خان او هم د پاکستان پوځ دغه خبره نه مني.

عمران خان پرته له دې چې خپل د صدارت دوره بشپړه کړي، په ۲۰۲۲م کال کې د پاکستان د پارلمان له خوا د عدم اعتماد رایه واخیسته او وروسته دا قضیه محکمې ته لاړه.

په پاکستان کې د مې میاشتې پر نهمه تر اعتراضونو وروسته د عمران خان ځینې پلویان ونیول شول او بیا د هغه هېواد پوځ ته وسپارل شول، چې اوس یې په اړه د پاکستان پوځي محکمې پرېکړه کوي.

عمران خان په پاکستان کې د بحران د ختمېدو لپاره د مذاکرو غوښتنه کړې، خو د پاکستان حکومت له هغه سره هر ډول مذاکره رد کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG