د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

پاکستان کې وروستي تاوتریخجن اعتراضونه؛ پوځ ته سپارل شوي ۳۳ کسان محاکمه کېږي


په پاکستان کې د عمران خان په ملاتړ د هغه د پلویانو د تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور
په پاکستان کې د عمران خان په ملاتړ د هغه د پلویانو د تاوتریخجنو لاریونونو یو انځور

په پاکستان کې هغه کسان چې په وروستیو تاوتریخجنو اعتراضونو کې په لاس لرلو تورن دي، پوځ ته سپارل شوي او په پام کې ده چې په پوځي محکمو کې به محاکمه شي.

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته د تاوتریخجنو اعتراضونو په ترڅ کې نیول شوي تورن کسان په پوځي محاکمو کې محاکمه کېږي.

د پاکستان د کورنیوچارو وزیر رانا ثناالله نن وویل، ۳۳ کسان پوځ ته د محاکمې لپاره سپارل شوي.

دا کسان د مې په نهمه د عمران خان د نیول کېدو په غبرګون کې د اعتراضونو پر مهال پر پوځي تاسیساتو په بریدونو تورن او نیول شوي دي.

د دې اعتراضونو پر مهال د عمران خان له اووه زرو زیات پلویان ونیول شول.

ثناالله وویل چې تورن کسان حساسو دفاعي تاسیساتو ته ننوتي وو، خو د هغه په وینا دا پوښتنه لا هم نه ده ځواب شوې چې دوی څنګه پوځي تاسیساتو ته په ننوتلو بریالي شول.

په پوځي محکمو کې د عمران خان د پلویانو د محاکمې پرېکړه د بشري حقونو د نړیوالو او کورنیو ډلو له انتقادونو سره مخامخ شوې ده.

له بلې خوا پاکستاني چارواکو ویلي چې حکومت پر عمران خان، د هغه پر مېرمن بشری بي بي او سلګونو نږدې همکارانو د سفر بندیز لګولی.

د جرمني خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستي خبر ورکړی چې دوی وايي، د فدرال تحقیقاتو ادارې یا ایف آی اې چې د مهاجرت او سرحدونو اړوندې چارې سمبالوي تایید کړې ده چې د عمران خان، د هغه د مېرمنې او د تحریک انصاف ګوند له ۵۰۰ د زیاتو مشرانو نومونه د الوتنو په ممنوع لېست کې شامل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پارلمان کې د تحریک انصاف ګوند نږدې سلو وکیلانو د مخکیني صدراعظم له ملاتړ څخه لاس اخیستی.

په عین حال کې د حکومت څو وزیرانو ویلي، د هغې طرحې په اړه غور روان دی چې پر تحریک انصاف ګوند بندیز ولګول شي.

څارونکي اټکل کوي چې داسې یو اقدام به په پاکستان کې چې هسې هم له اقتصادي پلوه د احتمالي دېوالیه کېدو او ورسره د افراطي ډلو له ګواښ سره مخامخ دی، سیاسي کړکېچ نور هم ژور کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG