د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

د پاکستان محکمې د 'عمران خان' د ضمانت غوښتنه منلې


د پاکستان مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د اسلام‌ا‌باد محکمې ته حاضر شو.
د پاکستان مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د اسلام‌ا‌باد محکمې ته حاضر شو.

د پاکستان محکمې نن تر راتلونکې میاشتې د مخکیني صدراعظم عمران خان د ضمانت غوښتنه ومنله.

د پاکستان مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن له خپلې مېرمنې بشری بي‌بي سره یو ځای د اسلام‌ا‌باد محکمې ته حاضر شو.

محکمې ته نږدې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو، ځکه چې دوه اوونۍ مخکې د خان د نیول کېدو پر مهال د هغه پلویانو له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه وکړل او له پولیسو سره لاس ګرېوان شول.

په دې اعتراضونو کې په نامعلوم شمېر کسان ووژل شول، څو ودانۍ وسوځېدې او د عمران خان سلګونه پلویان ونیول شول.

اوس مخکینی صدراعظم د دې اعتراضونو په ترڅ کې د تروریستي فعالیتونو په ګډون په اتو مواردو تورن دی.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویاند احمد جنجوعه نن وویل چې د تروریزم ضد محکمې د حکم له مخې د جون تر اتمې نېټې پورې هيڅوک عمران خان نه‌شي نیولای.

خان په دې وروستیو کې په لاهور کې وویل چې د ده د ګوند هېڅ غړي د اعتراضونو پر مهال په بلوا او د ودانیو په سوځولو کې لاس نه درلود.

پېښور کې د عمران خان د پلویانو له لوري د تاوتریخجنو اعتراضونو یو انځور. May 10, 2023
پېښور کې د عمران خان د پلویانو له لوري د تاوتریخجنو اعتراضونو یو انځور. May 10, 2023

نوموړي ويلي: "د څېړنو د ډلې غړو ماته وویل چې یو شمېر کسان د ودانیو په سوځولو کې په لاس لرلو تورن دي. دا زموږ د ګوند کار نه‌دی. موږ هيڅکله هم داسې یو کار نه کوو. که هغوی داسې شواهد راکړي چې په دې کار کې زموږ د غړو لاس لرل وښيي، موږ به د هغو په نیولو کې مرسته وکړو."

خان د مې په نهمه د پاکستان د امنیتي ځواکونو له‌خوا ونیول شو او وروسته د مې په ۱۲مه د اسلام‌اباد محکمې، د ضمانت په بدل کې له بنده د هغه د خوشې کېدو حکم ورکړ.

عمران خان په پیل کې د صدراعظم په توګه د کار پر مهال د نورو هېوادونو د چارواکو له‌خوا ده ته د ورکړل شویو قیمتي ډالیو په پلور تورن وو، خو اوس رسنیو او نړیوالو خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د عمران خان پر ضد له سلو زیاتې قضیې ثبت شوې دي.

دې قضیو ته په پام سره څارونکي اټکل کوي چې د خان د خوشې کېدو لپاره نننی حکم ښايي نوموړی د جون تر اتمې پورې د بیا نیول کېدو له احتمال څخه ونه ژغوري، ځکه پر ده لګېدلي تورونه ډېر دي.

یو لوی لګېدلی تور د اعتراضونو پر مهال د بلوا جوړول دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پرون پارلمان ته په وینا کې وویل، هغه کسان چې پر ملکي بنسټونو په حملو کې ښکېل وو، باید د تروریزم پر ضد د مبارزې له قوانینو سره سم په ملکي محکمو کې محاکمه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG