د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

د کارګرانو د ملي اتحاديې ادعا: طالبانو د امکا شاوخوا ۶۰ جريبه ځمکه غصب کړې


د افغانستان د کارګرانو اتحادیې رئیس معروف قادري
د افغانستان د کارګرانو اتحادیې رئیس معروف قادري

د افغانستان د کارګرانو ملي اتحادیه (امکا) ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت د اتحادیې شاوخوا ۶۰ جریبه ځمکه په مرکز او ولایتونو کې غصب کړې او له دې لارې عواید ټولوي.

عبدالحمید چې د ۹ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري او د اتحادیې له کارکوونکو څخه و وایي، د وروستیو څو کلونو کې یې کومه مناسبه دنده نه‌ده تر لاسه کړې اوله ګڼو ستونزو سره لاس اوګرېوان دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "هغه معاش مې چې درلوده، خپل ژوند مې ورسره عیار کړی و، خو اوس مې هغه معاش هم له لاسه ورکړی، دا پر ما او زما د کورنۍ په روحيه منفي اغېز کړی، د اسلامي امارت د راتګ وروسته بې‌کاري زښته ډېره شوې."

ورته وخت کې د افغانستان د کاګرانو اتحادیې رئیس معروف قادري وایي، نه یوازې دا چې د اتحادیې د کارکوونکو معاشونه قطع شوي بلکې د اتحادیې ټول جایدادونه د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۵۷م فرمان پراساس دولت ته ورکړل شوي.

ده ازادي راډيو ته وویل، اوس د طالبانو حکومت هم د اتحادیې د جایدادانو غصب ته ادامه ورکړې او د طالبانو د مالیې وزارت د اتحادیې عواید ځانته ټولوي.

نوموړی وايي: "په همغه شکل چې اشرف غني دا کار کړی و، اسلامي امارت هم دا جایدادونو غصب او د امکا د کارکوونکو میاشتنی معاش اوس د طالبانو حکومت د ماليې وزارت ټولوي، دا د کارکوونکو حق دی او مطلق حرام دی."

ښاغلي قادري وایي، دوی ددغې ځمکو شرعي قباله لري چې له ښاروالۍ یې اخیستې ده اوغوښتنه کوي چې دا ځمکې دې بېرته دوی ته ورکړل شي.

ښاغلی قادري دا هم زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت دوی ته اجازه نه‌ده ورکړې او بانکي حسابونه یې هم لا بند دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د مالیې وزارت د مطبوعاتو مسول حامد ارغندیوال په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني ۵۷م فرمان چې د افغانستان د امکا د اتحادیې ازادي راډيو سره شریک کړی راغلي؛ ټول غیر منقول جایدادونه چې د بزګرانو کوپراتیف، د ځوانانو اتحادیه، د کارګرانو اتحادیه او د لیکوالانو اتحادیه، دولتي جایدادونه دي چې د اراضي ادارې له‌خوا په دولتي املاکو پسې ثبت او مالیې وزارت ته انتقال شوې.

د ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو د پخواني جمهوري دولت د مالیې وزارت د مسوولینو نظر واخلو.

د امګا د کارګرانو د ملي اتحادیې مسوولین وایي، تر اوسه د یادو جایدادونو د بېرته اخیستلو لپاره یې څو ځلې د طالبانو حکومت مشرتابه ته وړاندیز کړی، خو لا په دې برخه کې کوم لازم اقدام نه‌دی شوی.

د افغانستان د امکا مسوولین وایي، چې د يادې اتحادیې په جایدادونو، مرکزي او ولایتي دفترونه جوړ شوي او ډېره برخه یې کمپنیو ته په کرایه ورکړل شوې ده، چې د کرایې په همدغه پيسو د امکا د کارکوونکو معاشونه او نور لګښتونه ورکول کېږي.

د دوی په خبر دا اتحادیه ۵۸ کاله مخکې په افغانستان کې د یوه ټولنیز او دموکراتیک نهاد په توګه تاسیس شوې (رغېدلې) او په تېرو حکومتونو کې یې په مرکز او ولایتو کې زرګونه کسان درلودل چې په مرکز او ولایتو کې یې فعالیتونه کول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG