د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

د افغانستان د اوزګارو ځوانانو نیمایي یې منځنۍ، نیمه لوړې او یا لوړې زده کړې لري


ارشیف، د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن
ارشیف، د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، د هېواد په څه باندې ۲ میلیونو اوزګارو کې شااوخوا نیمايي یې هغه ځوانان دي چې منځنۍ، نیمه لوړې او یا لوړې زده کړې لري.

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، په هېواد کې د باسوادو اوزګارو ځوانانو شمېر شااوخوا یو میلیون ته رسېږي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، سره له دې چې په هېواد کې د ناوړو امنیتي وضعیت له امله د بېکارۍ کچه لوړه شوې، خو د باسواده ځوانانو اوزګارتیا د اندېښنې وړ ده.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"څه باندې ۲،۵ میلیونه کسان اوزګار دي چې د دغو نیمایي یا ۴۵ فیصده هغه کسان دي چې له دولسمو ټولګیو او یا له پوهنتونونو فارغ شوي او پاتې یې هغه کسان دي چې څه ناڅه مهارتونه لري او د ورځې مزدوري کوي."

یوازې د اقتصاد وزارت نه دی چې په هېواد کې د اوزګارو کسانو پر زیاتوالي اندېښنه ښيي، بلکې ګڼو کورنیو او بهرنیو څېړنیزو موسسو هم ویلي چې په افغانستان کې بېکاري په یوې لوېې ستونزې اوښتې ده.

ارشیف، په کندز کې یو شمېر ځوانان د کار په تمه
ارشیف، په کندز کې یو شمېر ځوانان د کار په تمه

د راپورونو له مخې، له څو کلونو راهیسې د ولایتونو په لېرې سیمو کې د بېکارۍ له امله زرګونه کورنۍ لویو ښارونو ته کډه شوي چې غړي یې د ښارونو په واټونو کې له سهاره تر ماښامه کار ته انتظار باسي.

دغه حالت د ښارونو پر وضعیت هم ناوړه اثر کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په ښارونو کې د نفوسو زیاتوالي او تر څنګ یې بېکاري لامل شوې چې په چاپېریال کې غیر قانوني کړنې او جرمونه ډېر شي.

د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنه "امکا" واِيي، په هېواد کې د بېکارۍ ستونزه له ډېرو کلونو راهیسې روانه ده، خو کمولو ته یې تدابیر نه نیول کېږي.

د دغې ټولنې مشر معروف قادري د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"باسواده کسان ملي پانګه ده، د افغانستان د بودجې او د کونډو او یتیمانو د مالیاتو له لارې یې تحصیل کړی، دوی هم او بې سواده هم اوزګار دي، موږ په دې اړه اندېښمن یوو، تل مو غږ پورته کړی چې رسیده ګي ورته وکړي."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مني چې په هېواد کې بېکاري لویه ستونزه ده، خو کمولو ته یې تدابیر نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزي ازادي راډیو ته وویل:

"موږ ډېرې قوي طرحې لرو، د کار په ملي کنفرانس کې مو له ولس سره ژمنه کړې چې د کارموندنې کچه لوړه شي، مهمه طرحه په کې دا وه چې د ټولو ارګانونو د پراختیايي بودجې مصرف لوړ شي، له نېکه مرغه د حکومت په سطحه د دغې بودجې مصرف لوړ شوی او ان شاالله خپلې ژمنې ته به ورسېږو."

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د هېواد لسګونه زره ځوانان په هېواد کې د بېکارۍ له امله غواړي چې بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

د افغانستان د کارګرانو د سراسري ټولنې مشر وايي، په هېواد کې په مخدره موادو د میلیونونو ځوانانو د روږدېدو لوی لامل د کار نشتوالی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG