د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

ذکي: په را روان حمل کې ۲۵۰۰ افغان کاریګر عربي اماراتو ته د کار لپاره استوو


یو شمېر افغان ګاریګر
یو شمېر افغان ګاریګر

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په راتلونکې حمل میاشت کې متحده عربي اماراتو ته د یو شمېر افغان کارګرانو د استولو خبر ورکوي.

د افغانستان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر وايي، له متحده عربي اماراتو سره د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې چې د راتلونکې لمریز کال د حمل په میاشت کې ۲۵۰۰ افغان کاریګر دغه هېواد ته د کار په هدف واستول شي.

فیض الله ذکي چې د دوشنبې په ورځ يې د کاري مهاجریت د ملي ستراتیژۍ د پرانيستغونډې په څنډه کې له ازادي راډيو سره خبرې کولې، وویل چې له سعودي عربستان سره هم خبرې روانې دي چې په هغه هېواد کې افغان کارګرو ته د کار کولو زمینه برابره کړي.

فیض الله ذکي
فیض الله ذکي

ده وویل:

"لومړۍ جوپه به ډېره غټه نه وي، یعنې تر ۲۵۰۰ افغان کاریګر به وي چې د حمل په میاشت کې به استول کېږي، دا پس له دېرشو کلونو یوه ډله افغان کاریګر دي چې بهر ته استول کېږي، نو موږ به ډېره هڅه وکړو چې دا پروسه په ډېر منظم شکل پرمخ ولاړه شي، ځکه موږ غواړو چې وروسته لاره هواره شي او د دې هوکړه لیک په وړاندې چې کوم احتمالي خنډونه موجود دي، باید مخه يې ونیول شي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده.

نا امني، اداري فساد او دغه شان د لازمو پالېسيو او د کاري اسانتیاو نه شتون په افغانستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د پراختیا مهم لاملونه ګڼل کېږي.

د افغانستان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹میلیونه کسان بې‎کاره دي.

خو د دغه وزارت وزیر فیض الله ذکي وايي، هڅه کوي چې د بېکارۍ کچه راټيټه کړي.

د افغان کاریګرو له حقوقو ساتنه، کاري مهاجرت ته پراختیا ورکول او په بهر کې افغان کاریګرو ته د کار زمینه برابرول، په بهر کې د افغان کډوالو مدیریت او کورنیو ته د کاریګرو د پیسو د استولو تنظیمول هغه څه دي چې د ښاغلي ذکي په وینا، د کاري مهاجرت په ستراتیژۍ کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

نوموړی وايي چې له دې وړاندې به بهرنیو هېوادونو ته افغان کاریګر د ګاونډيو په ځانګړي ډول، د پاکستان په پاسپورت تلل، خو د دې ستراتیژۍ له مخې به په افغاني پاسپورت کار ته استول کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه د دغې ستراتیژۍ هرکلی کوي خو وايي، بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره د افغانانو د استولو په مسئله کې باید هغه چاته د لومړیتوب حق ورکړل شي چې په کار پوه واوسي او بهرنۍ ژبه يې زده وي.

د دغې ټولنې مشر معروف قادري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"زموږ غوښتنه داده چې باید د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نړیوالې ټولنې له لوري د مهارت د تثبیت یوه ګډه کمېټه جوړه شي، تر څو د افغان کاریګرو مهارتونه وڅېړي او معلوم يې کړي چې څوک په کومه برخه کې مهارت لري، همدا شان باید وړاندې له وړاندې د کاریګرو کاري مهارتونه لوړ کړي او کوم هېواد ته چې استول کېږي، باید د هغه هېواد ژبه ورته یاده کړل شي، تر څو د افغانستان ښه نماینده ګي وکړي."

دی وايي، هر کال د کار په شرایطو برابر ۴۰۰ زره افغان ځوانان د بېکارۍ په ډله ورزیاتېږي او له امله یې په سلو کې ۴۰ افغانان د بېوزلۍ له کرښې ښکته ژوند کوي خو افغان حکومت په وار وار ژمنه کړې چې د بېکارۍ د کچې د کمولو لپاره يې هلې ځلې کړي او دا ستونزه د حکومت لومړیتوب دی.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG