د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

د ګردېز محبس زندانیان: موږ ته دې د نوم لیکنې او تذکرو د راکړې مرکز جوړ شي


د سویل ختځ زون په مرکز ګردېز کې د محبس بندیان وایي، موږ د افغانستان تبعه یو حق لرو چې د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړو او وړ کسانو ته رایه وکارو.

دا په داسې حال کې ده چې په لویو ښارونو کې د نوم لیکنې مراکز د ټاکل شوي مهال وېش له مخې تړل شوي، خو د ګردېز محبس بندیان چې شمېر یې له درې سوه کسانو څخه اوړي له دې پروسې څخه بې برخې پاتې دي.

د ګردېز په محبس کې اوس مهال تر درې سو زیات بندیان چې د سویل ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو له امله په بند محکوم شوي، ساتل کیږي.

د دوی څوتنو استازو له آزادي راډیو سره دخبرو پرمهال وویل؛ موږ د افغانستان تبعه یو حق لرو چې د ولسوالیو شوراګانواو پارلماني ټاکنو کې د ګډون په موخه د تابعیت تذکرې ترلاسه کړو، نوم لیکنه وکړو او وړ کسانو ته رایه وکارو:

"د بندیانو په نمایندګي موږ دا غوښتنه ده چې دلته ډېر نفر دي تقریباً دوه نیم درې سوه نفره بندیان دي، دا امکا ن لري چې تر دوه سوه نفره دې تذکرې ونه لري، له چانه ورکې وي خپله ځان درته ښایم شپږم کال مې روان دی چې بندي یمه، تذ کره رانه اخیستل شوې ده اوس ورکه ده، زموږ دا غوښتنه ده، جدي غوښتنه ده چې باید د تذکرو ولا دلته راشي او موږ ته تذکرې راکړي او وخت د انتخاباتو کې موږ د خپل طبیعت کاندید ته رایه ورکړو."

"موږ غواړو چې د لته سایډ جوړ شي چې کوم ملګرو تذکرې نه وي جوړې کړي هغوی تذکرې جوړې کړي او موږ دلته په محبس کې خپله رایه وکاروو."

د بندیانو دا غوښتنې مو لومړئ د ګردېز محبس د محبوسینو او توقیف خانو له مدیر ښاغلي مل پاسوال افندي سره شریکې کړې:

"دا د دوی حق دی، دوی باید له دې حق څخه بې برخې نه شي، ما پرون هم له جناب والي صاحب سره خبرې وکړې، د پارلمان او د ولایتي شورا له وکیلانو سره هم وغږېدم، په دې هیله چې د دوی لپاره یو ټانیزسایډ د محبس لپاره وګماري او واک ورکړل شي چې ګډون وکړي."

د بندیانو د تذکرو د ستونزې په اړه د پکتیا د نفوس د احول د ثبت اداره وایي؛ دوی هغه بندیانو ته چې د پکتیا اوسېدونکي دي د تذکرو په ورکړه کې ستونزه نه لري، خو د نورو ولایتونو د بندیانو لپاره د تذکرو ورکړه یوازې د دوی په اړونده ولایتونو کې د اجرا وړده.

په پکتیا کې د نفوس د احوال د ثبت ادارې مشر ښاغالي محمد اجان بسمل آزادي راډیو ته وویل:

"هغه شمېر زندانیان چې پکتیا پورې مربوط زندانیان دي د ثبت احوال نفوس اداره مکلفه ده چې د ثبت احوال نفوس د قانون مطابق هلته موږ یو هیئت ولېږو او د هغه په حضورداشت کې د هغوی هویت تثبیت شي او موږ ورته تذکرې توزیع کړو او هغه شمېر زندانیان چې تذکرې په لاس کې ورسره نشته، دوی کولای شي چې موږ ورته دلته خانه پوري کړو او ویې لیږو اړونده ولایتونو ته هلته دوی تذکرې واخلي."

داچې بندیانوته د تذکرو ویشل او د نوم لیکنې پروسه به کله او څنګه پیل شي په پکتیا کې مو د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر له مشر ښاغلي نورالدین فطرت څخه وپوښتل، هغه وویل:

"دا د افغانستان په سطحه ستونزه ده، په همدغه باندې بحثونه شوي دي د کمېسیون نه درخوستونه شوي دي، کمېسیون د خلکو د درخواستونو په اساس په طرزالعمل باندې دغه اوس فعلاً کار روان کړی دی، ان شاءالله ژر تر ژره به طرزالعمل تصویب شي د طرزالعمل د تصویب نه وروسته به موږ ته هدایت وشي او د هغه هدایت په اساس به موږ د دوی ثبت نام شروع کړو."

د یادولو ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکنو کې د ګډون په شرایطو برابر هغه افغانانو ته چې شمېر یې سلګونو زره ته رسیږي په ټاکنو کې د ګډونو لپاره واضح طرزالعمل نه لري چې د هېواد په زندانونو، توقیف خانو او دغه راز د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت لویي ریاست په اړوند امنیتي ارګانونو کې د ندې ترسره کوي او د ګمارنې پرمهال ورڅخه د هویت تذکرې اخیستل شوي.

راپور: اصیل ځاځی

XS
SM
MD
LG