د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

افغان کارګران: زموږ په وړاندې د حکومت پالیسي منصفانه نه ده


داسې شکایتونه اوریدل کېږي چې په هېواد کې د کار او کارګرانو پر وړاندې د حکومت پالیسي منصفانه او عادلانه نه ده.

د کارګر نړېواله ورځ چې د میلادي کال د مې له لومړۍ نیټې سره برابره ده هرکال په افغانستان کې لمانځل کېږي.

د دې ورځې د لمانځلو په مناسبت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د سلګونو کارګرانو یوه غونډه جوړه شوې وه.


د غونډې زیاترو ګډونوالو پرحکومت انتقاد کاوه، چې د دوي ستونزو او د ژوند وضیعیت ته یي لازمه پاملرنه نه ده کړې:

«د کارګرو وضیعیت د اندیښنې وړ دی، کار نشته، د کار قانون نشته، ډیر ځوانان له مجبوریته ایران ته ځي، د کابل ښار په هر واټ کې په سلګونو کارګران لیدل کېږي، چاته کار پیدا کېږي او څوک وږي تږي انتظار باسي، حکومت باید د دوي غم وخوري.

ډیر داسې ځوانان شته چې دولسم ټولګي او پوهنځی یي خلاص کړی، خو د بې کاری له امله په سړکونو ولاړ وي، چې ګلکاري یا کوم بل شاقه کار ورته پیدا شي، د وزګارو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي،که کار ورته پیدا نشي کېدای شي، له دوي څخه دښمن ناوړه ګټه پورته کړي.»


غونډه د« امکا » یا د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحادیي له خوا جوړه شوې وه.

د دې اتحادیې ريیس معروف قادري وویل، له یوې خوا په هېواد کې د کار کموالی او له بلې خوا هېواد ته د بهرنیو کارګرانو راتګ، د دې لامل شوې چې، اکثره کارونه د افغانانو له لاسه ووځي او له اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

قادري له حکومته وغوښتل، چې هېواد ته دې د غیر قانوني کارګرانو د راتګ مخه ونیسي.

ده دا هم وویل، اوسنی شرایط او د خوراکي موادو د بیو په پام کې نیولو سره پکار ده چې یو عادي کارګر په میاشت کې له شل زرو افغانیو څخه زیاتې ترلاسه کړي.

د ساختماني چارو د شرکتونو او د بیارغاونې د پروژو مسئولین وایي، د افغان کارګرانو د کاري ظرفیتونو ټیټوالی سبب شوې چې اکثره کارونه بهرني کارګر او په تیره ایرانیان یا پاکستان ترسره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په وروستیو څلور پنځه کلونو کې یي د افغان کارګرو د ظرفیتونو لوړولو ته په لسګونو مرکزونه جوړ کړي او هڅې کوي چې دا مرکزونه نور هم زیات کړي.

د دې وزارت د کار د برخې مرستیال زبیرالدین کرامي ازادۍ رادیو ته وویل:

«اوس مهال په ټول هېواد کې د حرفو د زده کړې څه باندې شل مرکزونه لرو، په وروستیو کلونو کې ترې یو لکو شل زره ځوانان فارغ شول، چې له اویا زرو زیاتو یي په مارکېت کارونه وموندل، موږ غواړو دا مرکزونه زیات کړو، د کار قانون مسوده تر غور لاندی ده او جدي یو چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې داسې جامع قانون ولرو، چې پلي کول یي د کارګرو ستونزې کمې کړي.»

د کارګرانو د ملي اتحادیي د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې شاوخوا شپاړلس میلیونه خلک د کارکولو وړ دي، خو یوازې درې میلیونه یي کار کوي.

راپورونه وایي، د افغان کارګرو ځای زیاتره د ګاونډیو هېوادونو هغو کارګرانو نیولي، چې په غیر قانوني ډول هېواد ته راغلی دی.

د کار او تولنیزو چارو وزارت په دې وروستیو کې د بهرنیو قانوني کارګرانو لست امنیتي ارګانونو ته وسپارلو.

کارپوهان وایي، د کار نشتوالی هغه ستونزه ده، چې که تدابیر ورته ونه نیول شي د هېواد پر حالاتو به ناوړه اغیز وکړي.

راپورـ خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG