د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

بې کاري، د روغتیايي بیمې او تقاعد نشتوالی، د افغان کارګرانو اصلي ستونزه


په جوزجان کې یو شمېر کارګران. May 01 2019
په جوزجان کې یو شمېر کارګران. May 01 2019

په افغانستان کې د کارګر له نړېوالې ورځې په‌داسې حال کې لمانځته کېږي چې د کارګرانو ملي ټولنه او یو شمېر کارګران د روغتیايي بیمې، تقاعد او کاري مصؤنیت نه‌شتون خپلې اساسي ستونزې ګڼي.

دغو کارګرانو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې ستونزې یې ورحل کړي.

یو تن کارګر ضیا الرحمان په کابل کې له سهاره تر ماښامه د اهنګري کوي.

دی وايي، د ورځې یو نیم تر درې سوه افغانیو پورې پیداکوي چې په‌دې اندازه پیسو حتی نه‌شي کولای خپلې اته کسیزې کورنۍ ته وچه ډوډۍ هم برابره کړي.

نوموړی زیاتوي:

"۱۲ کاله کېږي چې ښوونځی مې د استاد بې‌تاب په لېسه کې خلاص کړی، خو د ژوند ستونزو دېته اړ کړم چې لوړ تحصیلات ونه‌کړم او خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړم، سهار نه تر ماښامه پورې کار کوم، خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې نه هواریږي."

آرشیف،په کابل کې یو شمېر کارګران. 14-Sep-15
آرشیف،په کابل کې یو شمېر کارګران. 14-Sep-15

د ضیاءالرحمان په شان سلګونه نور ځوانان هم په کابل ښار کې په درنو کارونو بوخت دي.

یو بل افغان کارګر احمد جان وايي:

"زموږ کار مستري توب دی، هره ورځ کار نه‌وي، ځينې وخت کار پیدا کېږي، هېڅ ډول امتیاز نه‌لرو، خو اړ یو کار وکړو، له حکومته مو یوازینی غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، زموږ نیمايي ځوانانو د طالب او داعش له ویرې وطن پرېښوده او نیمايي هم د بې روزګارۍ له امله کډوال شول چې یو شمېر یې په لار کې مړه شوي هم دي."

دغه شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې مخکې د اقتصاد وزارت ویلي چې نږدې یو میلیونه لوستي کسان بې کاره دي.

بل‌خوا د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنې یا امکا وايي، دا مهال ۱۵ میلیونه کسان د کار په شرایطو برابر دي چې ۹ یې بې‌کاره او یا هم لنډمهالي کارونه لري.

د دغې ټولنې مشر معروف قادري وویل:

  • د روغتیايي بیمې نه‌شتون.
  • د تقاعد د حقوقو نه‌لرل.
  • د کاري مصؤنیت نه‌شتون هغه ستونزې دي چې دا مهال افغان کارګران ورسره مخ دي.
آرشیف، د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنې مشر معروف قادري په کابل کې ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال.11 January 2014
آرشیف، د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنې مشر معروف قادري په کابل کې ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال.11 January 2014

دی زیاتوي:

"کاري خوندیتوب اصلاً نه‌شته، حتی خپله هم کاري خوندیتوب نه‌لرم، کارګران خوندیتوب نه‌لري، تقاعد هم نشته، باید کارګرانو ته د بې کارۍ، روغتیا او نورو برخو کې بیمې ورکړل شي."

ښاغلی قادري وايي، دغه ستونزې د دې لامل شوي چې په کلني ډول لسګونه زره افغان ځوانان له غیرقانوني لارو بهر ته ولاړ شي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په‌دې اړه د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر هم واخلي خو ونه توانېده.

دغه وزارت بیا تر دې مخکې ویلي وو چې د افغان کارګرانو د ستونزو د هواري لپاره بېلابېل پروګرامونه لري.

راپور: ناجیه ساپۍ​

XS
SM
MD
LG