د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د کارګرانو ملي ټولنه:حکومت دې له کارګرانو سره خپلې ژمنې عملي کړي


د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه له حکومته غواړي چې د دوی د تنخواګانو د لوړولو په برخه کې، خپلې ژمنې عملي کړي.

امکا یا د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي، که حکومت د کارګرانو د تنخواګانو د لوړولو په برخه کې، د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه‎کړي، مدني حرکتونه به پیل کړي.

د دغې ټولنې رئيس معروف قادري د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، که څه هم د افغان کارګرانو د تنخواګانو د لوړولو په برخه کې، د ولسمشر حکم صادر شوی، خو تر اوسه پلی شوی نه‎دی.

ښاغلی قادري وايي، حکومت باید د کارګرانو ستونزو او د بې‎کارۍ روان وضعیت ته په کتو، د دوی تنخواګانې زیاتې کړي.

ښاغلي قادري وویل:

"د موادو د بیو لوړېدو ته په کتو سره، د کارکوونکو تنخواګانې باید زیاتې شي، مزد باید په سمه توګه وټاکل شي، په دې برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ حکم روښانه دی او غوښتنه مو دا ده چې دغه مصوبه پلې او تنخواګانې زیاتې شي."

ښاغلی قادري وايي، په مارکېټ کې د موادو لوړو بیو ته په کتو باید، د هر کارګر میاشتنۍ تنخوا ۱۲۵۰۰ افغانیو ته پورته شي.

د ده په خبره، اوس د یوه کارګر میاشتینۍ تنخوا ۵۰۰۰ افغانۍ ده چې د دوی هېڅ یوه ستونزه هم نه هواروي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنې د معلوماتو له‎مخې، هر کال شااوخوا څلورلکه ځوانان د کار جوګه کېږي او په کار ده چې لازم حقوق ورته په پام کې ونیول شي.

د دغې ټولنې مسؤلین دا هم وايي، که حکومت د کارګرانو تنخواګانې زیاتې نه‎کړي، د حکومت او کارګرو تر منځ به واټن زیات او لویې ستونزې به رامنځته شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالېې وزارت وايی، د کارګرانو د تنخواګانو موضوع به و ارزول شي او د مالي امکاناتو په صورت کې به، په دې اړه اقدام وشي.

اجمل حمید عبدالرحیمزی
اجمل حمید عبدالرحیمزی

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل:

"د دوی د امتیازي تنخواګانو د زیاتولو موضوع او کومه غوښتنه چې دوی یې لري، ارزول کېږي او د توان تر بریده یې په اړه اقدام کوو، کله چې د ۱۳۹۶ لمریز کال یا نورو کلونو لپاره بودجه ترتیبېږي، امکانات په کې په پام کې نیول کېږي، دا موضوع ورسره شریکوو او د امکاناتو له‎مخې اقدام کوو."

د اقتصادي چارو پوهان هم د کارګرانو د تنخواګانو پر زیاتولو ټینګار کوي او وايي، په دې سره به له یوې خوا دوی لا کار ته وهڅول شي او له بله پلوه د هېواد له اقتصادي ودې سره هم مرسته کوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې سهراب بهمن نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، دغې موضوع ته د حکومت نه پاملرنه، د دې لامل شوې چې بې‎کاري زیاته او ګڼ شمېر ځوانان بهر ته د تللو هڅه وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG