د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د مې اوله د کارګرانو نړیواله ورځ، خو افغانستان کې د بې‌کارۍ ستونزې


د کارګرانو د نړیوالې ورځې له را رسېدو سره، افغان کارګران د کار له نشتوالي او د تنخواه ګانو له کمښت څخه شکایت کوي.

سږ کال هم افغان کارګران د تېر په څېر، شکایت کوي چې حکومت د دوی د وضعیت ښه کولو ته پاملرنه نه کوي.

دوی دا انتقادونه د میلادي کال د مې د لومړۍ ورځې په مناسبت چې د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، مطرح کوي.

دوی له حکومته غواړي چې د دوی د وضعیت ښه کولو ته دې تدابیر ونیسي.

محراب‌ګل یو کارګر دی چې له څو کلونو راهیسې د کار له نشتوالي ځورېږي.

ده ازادي راډیو ته خپله ستونزه داسې بیان کړه:

​"ستونزې ډېرې دي، کومه یوه به ووایم، بې‌روزګاري ده، د کور کرایه ده او داسې نورې ډېرې زیاتې دي، د کار په لټه به چوک ته لاړم، کارونه نه‌شته، له ستونزې ډکې شپې ورځې تېروو، دغه مو هیله ده چې موږ ته د کار زمینې برابرې شي.​"

یو بل کاریګر عبدالرزاق د تنخواه له کموالي شکایت کوي.

ده ازادي راډیو ته وویل، له دې امله‌یې ستونزې ورځ په ورځ زیاتېږي.

ښاغلی عبدالرزاق زیاتوي:

​"تنخواه مې اته نیم زره ده، ګزاره مې پرې نه‌کېږي، له یتیمانو سره اته نهه ماشومان را تر غاړې دي، غوښه خو په کال کې نه‌وینو، ډېر څه چې وکړو کچالو خوړلی شو، له دولت څخه غواړو چې تنخواه‌ګانې مو زیاتې کړي.​"

د مې لومړۍ ورځ چې د کارګرانو د نړیوالې ورځې په نامه یادېږي، په افغانستان او د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

افغان کارګران په دغه ورځ تر ډېر ځایه خپلې ستونزې دولت ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د اویایمې لسیزې وړاندې، یو شمېر تولیدي فابریکې لکه د غوري د سمنټو، جنګلک، د ګلبهار نساجي، د بغلان د قندو، د بګرامي نساجي او داسې نورې فعالې وې چې ګڼ شمېر افغان کارګر په‌کې، په کارونو بوخت وو.

خو په دې هېواد کې د کورنیو جنګونو له پیلېدو سره دغه فابریکې تر ډېره حده له‌منځه لاړې او کارګران‌یې اوزګار شول چې دغه ستونزه تر اوسه هم پر ځای پاتې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي، په هېواد کې بې‌کاري یوه لویه ستونزه ګڼي او وايي چې دغه وضعیت به ستونزې نورې هم زیاتې کړي.

انار کلي هنریار.
انار کلي هنریار.

سناتوره انارکلي هنریار وايي:

​"بې‌کاري ډېره ده، د کار په خاطر ډېری ځوانان بهر ته ځي، ډېر ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او دغه وضعیت لامل کېږي چې ځوانان له مخالفینو سره یوځای شي، هیله‌منده یم چې افغان حکومت، بنیادي کارونه وکړي چې بې‌کاري له‌منځه لاړه شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مني چې په هېواد کې بې‌کاري زیاته ده خو ټینګار کوي چې حکومت د کارګرانو د ستونزو د هوارولو لپاره یو لړ هڅې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي ازادي راډیو ته وویل:

​"موږ یې منو چې په ځینو ځایونو کې ستونزې او خنډونه شته، هیله‌مند یو چې دغه ستونزې په روانو هڅو هوارې شي، د افغانستان دولت په کلکه سره ژمن دی، موږ په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لرو او کارګرانو ته مو ډېر امکانات برابر کړي دي."

بلخوا د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي چې که حکومت دغې ستونزې ته پاملرنه ونه‌کړي، د کاریګرو ستونزې به زیاتې او په یوه ناورین بدلې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG