د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د فرانسې د ولسمشرۍ انتخابات له اندېښنو او هيلو سره


په داسې حال کې د فرانسې د جمهوري رياست انتخابات په رانږدې کېدو دي، په پاريس کې د پنجشنبې ورځې حملې د دغو انتخاباتو د امن په اړه اندېښنې غوړولې دي.

په پام کې ده د فرانسې په هغو قلمرونو کې چې د دغه هېواد له اصلي خاورې ليرې پراته دي، رايه ورکوونکي د شنبې په ورځ يعنې د جمهوري رياست تر انتخاباتو يوه ورځ مخکې خپلې رايې وکاروي.

انتخاباتي مبارزې رسماً پاى ته رسېدلي دي.

وروستۍ خپره شوې نظرپوښتنه ښيي چې د دغو انتخاباتو د مخکښو کانديدانو ترمنځ په فيصدۍ کې تفاوت لږ دى.

خو دوه کانديدان چې تر نورو مخکښ ګڼل کېږي، په مې مياشت کې به د انتخاباتو دويم پړاو ته سره رقابت کوي.

د فرانسې د قوانينو له مخې که په اول پړاو کې کوم کانديد ۵٠ فيصده جمعه يوه رايه ونه ګټي دوه مخکښ کانديدان به د انتخاباتو دويم پړاو ته ځي.

زياتې نظرپوښتنې ښيي چې ايمانوېل ماکرون تر ښي اړخې افراطي رهبرې مارين لوپېن لږ مخکې دى.

په درېيم کتار کې فرانسوا فېلون او ورپسې کيڼ اړخى ژين لوک ملانشن راځي.

په پاريس کې د پنجشنبې ورځې حملې او په دغه هېواد کې بېکارۍ او نورو مسايلو پر انتخاباتو سيورى غوړولى دى.

پاریس کې د پولیسو پر موټر د حملې عکس.
پاریس کې د پولیسو پر موټر د حملې عکس.

د پاريس اوسېدونکي ژان ماري د چين مرکزي تلوېزيون ته وويل:

"زه ډېر اندېښمن يم چې حکومت به څنګه وکړاى شي مخ په ځوړ اقتصاد په پښو دروي، زياتېدونکې بېکاري به څنګه حلوي، په ځانګړي ډول په ځوانانو کې وزګارتيا، دويمه دا چې زه د خونديتوب او هويت په اړه اندېښنه لرم، زيات فرانسويان وخت ناوخت د خپل هويت په اړه پوښتنې کوي، فکر کوم دا مسئله له مهاجرت او پناه غوښتونکو سره ارتباط لري."

د جمهوري رياست کانديده مارين لوپېن غواړي فرانسه د يورو پولي واحد په حوزه کې شامله نه وي او له اروپايي ټولنې هم د فرانسې د وتلو لپاره د ټولپوښتنې هوډ لري.

په فرانسه کې په هرو پنځو کلونو کې د جمهوري رياست انتخابات کېږي.

سږکال دغو انتخاباتو ته ١١ ځانونه کانديدان کړي دي.

په هغو نظرپوښتنو کې چې د انتخاباتو تر لومړي پړاو کمپاين څو ورځې مخکې خپرې شوي، د څلورو مخکښو کانديدانو ترمنځ شپږ فيصده درجې توپير شته.

XS
SM
MD
LG