د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

فرانسه کې پر پولیسو د حملې مسؤلیت داعش واخیست


د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش په فرانسه کې د تېرې شپې د وسله وال برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

په دې برید کې چې د پاریس په شانزي لیزي سیمه کې وشو، یو وسله وال د پولیسو یو افسر وواژه او دوه نور يې سخت ژوبل کړل.

برید کونکی وروسته د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دا یو تروریستي عمل ګڼلی او غندلې يې دی.

په پاریس کې دا برید په داسې وخت کې کېږي چې ټاکل شوې ده د یکشنبې په روځ په فرانسه کې انتخابات وشي.

د ولسمشرۍ یو شمېر کاندیدانو پرونۍ حملې ته په پام سره خپل کمپاینونه بند کړي او ځینو بیا له سره د انتخاباتو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، د حمله کوونکې د هویت په اړه او دا چې دا برید يې یوازې کړی او که ملګری لري، تحقیقات روان دي.

داعش ډلې بیا برید کونکی د ابو یوسف په نامه یاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG