د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

په پاريس کې وروستى بريدګر وپېژندل شو


د فرانسې چارواکي وايي، هغه وسله وال کس چې د پاريس په شانزه ليزه سيمه کې پر پوليسو په ډزو تورن دى، پېژندل شوى دى.

د چارواکو په خبره، هغه يادښت چې له ده موندل شوى، له داعش څخه د ملاتړ يو پيغام په کې و.

د فرانسې د پلازمېنې پاريس پوليس او څارنوالان وايي، حمله کوونکى پېژندل شوى او کريم شورفي نومېږي.

د پاريس څارنوال فرانسوا مولين پرون خبريالانو ته وويل:

"لومړنيو څېړنو موږ ته ډېر ژر چانس راکړ چې مجرم کس د هغه د پېژندنې د اسنادو او مدارکو تر موندنې وروسته وپېژنو، دى کريم شورفي نومېږي چې د ١٩٧٧میلادي کال د ډسمبر پر ٣١ مه زېږېدلى و."

حمله کوونکي د پاريس په مرکزي برخه کې د پوليسو پر يوه موټر ډزې وکړې، په نتيجه کې يې يو پوليس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول، په خپله حمله کوونکى شورفي هم د پوليسو په متقابلو ډزو ووژل شو.

د اسلامي دولت ډلې يا داعش چې په اروپايي هېوادونو کې يې د څو تروريستي حملو مسؤليت منلى، په يوه اعلاميه کې په پاريس کې د پنجشنبې د حملې مسؤليت هم منلى دى.

په دغو هېوادونو کې دغو حملو په تېرو دوو کلونو کې په سلګونو کسان وژلي دي.

فرانسوي چارواکي وايي بريد کوونکى چې ٣٩ کلن او د فرانسې تبعه و، له خپلې مور سره د پاريس د ختيځ په شېل سيمه کې ژوند کاوه.

د فرانسې چارواکي وايي، د بريدکوونکي خاص هدف پر پوليسو ډزې وې او هغه يادښت چې د شورفي له موټره ترلاسه شوى، د پوليسو د څو تاسيساتو ادرسونه په کې وو.

د دوى په وينا د هغه په موټر کې ځينې نور وسايل هم موندل شوي دي.

د پوليسو سرچينو رويټرز اژانس ته ويلي، حمله کوونکى کريم شورفي په تېرو ١٦ کلونو کې پر امنيتي ځواکونو د حملو له کبله زنداني شوى هم و.

خو دوى نه پوهېږي چې ايا ده له افراطي ډلو سره اړيکې درلودې که نه؟

په فرانسه کې له ٢٠١۵میلادي کال راهيسې د يو لړ تروريستي حملو له کبله يو ډول اضطراري حالت نافذ دى او په لوړه کچه احضارات نيول شوي دي.

په دغو حملو کې تر ٢٣٠ ډېر کسان وژل شوي دي.

په فرانسه کې په زرګونو پوځيان او په وسلو سمبال پوليس په سياحتي ساحو، مهمو دولتي ودانيو او مذهبي مرکزونو کې ګمارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د يکشنبې په ورځ د جمهوري رياست انتخابات کېږي.

امنيتي چارواکو ډاډ ورکړى چې د انتخاباتو لپاره يې پوره امنيتي تدابير نيولي دي.

XS
SM
MD
LG