د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

د بلخ کارګر: موږ د ملي یووالي له حکومته کار غواړو


د بلخ د کارګرانو ټولنې غړو په هېواد کې د امنیت د نشتون، د کاري زمینې د نه موجودیت او د ټولنیز عدالت د نه حاکمیت په خاطر بلخ ولایت کې لاریون وکړ.

د لاریون کوونکو شمېر چې لسګونه تنه وو، د ملي یووالي حکومت یې پر بې‎ کفایتۍ تورن کړ او له حکومته په ټولنه کې ټولو اتباعو ته د سولې او کاري فرصتونو د برابرولو غوښتونکي شول.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې وویل:

"موږ کار غواړو، ټولنیز عدالت دې تأمین شي، دولت دې له خوبه راپاڅي، موږ کور غواړو."

دا کارګران د خپل ژوندانه عمده مشکل د کاري زمینې نشتوالی او کورنیو ته یې د نفقې نه پيدا کېدل بولي.

په دې لاریون کې یو شمېر ګډونوالو کارګرانو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"احمد یم، موږ له دولته غوښتنه کوو، تر اوسه خو یې زموږ غږ نه‎دی اورېدلی؛ خو تر دې وروسته دې زموږ ستونزو ته چې د کار نشتون دی، د حل لاره پيدا کړي او موږ ته دې ځواب ووايي، موږ ته کار نشته، بس څه وکړو او چېرې لاړ شو؟"

یو بل کارګر وایي:

"زما نوم شمس دی، د چوک پر سر کاري ګري کوم، په یوه اوونۍ کې یوه ورځ ۳۰۰ افغانۍ کار راته پیدا کېږي، کور مې کرايي دی، ماشومان مې ښوونځي ته ځي، نور عواید هم نه‎لرم، دولت باید کارګرو کسانو ته پام وکړي او دولت دې له خوبه وېښ شي، نور دې خپل منځ کې قدرت نه وېشي او خپلمنځي اختلافات دې ختم کړي."

د بلخ د کارګرانو اتحادیې مشر محمد حسن کامران وايي، که دولت د بې کارۍ د ختمولو په خاطر کار تر سره نه‎کړي او د بې‎روزګارۍ کچه ټیټه نه کړي، په تېره بیا ځوانانو ته د کارموندنې زمینه برابره نه شي، د ډېر فقر او بد اقتصادي وضعیت دې حاکمیت له امله به دوی د دولت له مخالفو وسله‎والو سره یوځای شي.

هغه وویل، د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره تمې او هیله مندۍ ډېرې وې، خو د وخت په تېرېدو سره حکمرانانو او د حکومت مشرانو دا ونه شو کړای چې ملي اقتصاد ته وده ورکړي او ورځ تر بلې د بېکارۍ کچه لوړېږي.

هغه زیاته کړه:

"په لومړي قدم کې له حکومته کار غواړو، مسدود شوې فابریکې دې بیا فعالې کړي، د کود برق، جیني پرس او سیلو فابریکې دې بیا په کار پیل وکړي تر څو وزګارو کسانو ته د کار زمینه مساعده شي او ځوانان مصروف شي."

په داسې حال کې د بلخ د کارګرانو ټولنې غړي د کاري فرصت د نشتون له امله لاریون کوي چې د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره له‎دې چې د بې کارۍ زیاتوالی تائیدوي او وايي چې هڅه کوي ډېر شمېر کسانو ته د کار زمینه برابر کړي او دا هم مني چې دغه ولایت کې یې سلګونه بهرنيو کسانو ته د کار جوازونه وېشلي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG