د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

د پاکستان د کراچۍ په یوه زندان کې څلورم افغان هم ومړ


د کراچۍ یو زندان
د کراچۍ یو زندان

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فیض محمد په نوم څلورم افغان زنداني هم مړ شو.

له تاج محمد، عبدالخلیل او ولي خان وروسته فیض محمد څلورم افغان دی چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې له زنداني کېدو وروسته مري.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، فیض محمد د فبروري میاشتې په ۲۲مه ساه ورکړې وه، خو پرون ناوخته یې د مرګ خبر له دوی سره شریک شو.

کاکړ زیاتوي چې فیض محمد د کولرا ناروغي درلوده او په زندان کې د روغتیايي خدمتونو د نشتون له یې درملنه ونه شوه، ځکه یې ساه ورکړه.

کاکړ ازادي راډيو ته وویل: "د کراچۍ په زندانونو کې دا مهال ۸۰۰ افغانان د ښځو او ماشومان په ګډون زنداني دي. د ناروغیو او درملنې د نه کېدو له امله فیض محمد څلورم افغان دی چې مري."

منیزه کاکړ وايي، فیض محمد له خپلې ناروغې ورېندارې سره پاکستان ته د درملنې په خاطر تللی و چې هلته د پولیسو له لوري ونیول شو او تر مرګه په زندان کې و.

کاکړ زیاته کړه، په سند ایالت کې اکثره زندانیان هغه افغانان دي چې د درملنې په خاطر پاکستان ته تللي وو، خو دوی د روغتون پر ځای زندان ته بیول شوي او له هغه ځای ورته شکایت کړی چې د دوی روغتیايي وضعیت ته پام نه کېږي.

ارشیف: د پاکستان د یوه زندان انځور
ارشیف: د پاکستان د یوه زندان انځور

په کراچۍ کې د طالبانو په واک کې د افغانستان قونسلګرۍ مسوول سید عبدالجبار تخاري هم د فیض محمد مړینه تاییدوي او وايي چې د نوموړي لازمه درملنه نه وه شوې، ځکه ومړ.

تخاري د پاکستان له حکومته غواړي چې له ناروغو افغان زندانیانو سره دې د درملنې په خاطر همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: "باید د پاکستان حکومت له هغو افغان ناروغانو سره چې د سرطان او زړه ناروغۍ لري، همکاري وکړي او اجازه ورکړي چې خپله درملنه وکړي. دا چې افغانان زندان ته اچول کېږي، بې رحمه رویه ورسره کېږي او په زندان کې مري، د افسوس خبره ده او دا کار د افغان ملت د ځورېدو لامل هم کېږي."

په زندان کې د عبدالخلیل، تاج محمد او ولي خان له مرګ وروسته هم د دوی کورنۍ غړي په زندان کې وو او افغانستان ته د دې ۳ زندانیانو د جسدونو د لېږد په مهال هم له زندانه ازاد نه شول.

د منیزې کاکړ د معلوماتو پر بنسټ د عبدالخلیل او تاج محمد د کورنۍ غړي اوس له زندانه ازاد شوي، خو د ولي خان لور تور بي بي لا هم په زندان کې ده.

په وروستیو کې ډېر شمېر هغه افغانان چې له اسنادو پرته د درملنې په خاطر پاکستان تللي و، هلته د پولیسو له لوري ونیول شول او زنداني شول.

مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، ډېر شمېر هغه زندانیان چې د زندان موده یې پوره شوې وه، له زندانه ازاد شول، خو ۸۰۰ نور افغانان اوس هم د کراچۍ په زندانونو کې بندیان دي.

که څه هم طالب چارواکو په ځلونو ویلي چې په پاکستان کې د افغان زندانیانو د خلاصون لپاره هڅې کوي او په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کړې دي، خو لا هم دا مسئله حل شوې نه ده او اوس هم د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغانان په پاکستان کې زنداني دي چې ځینې یې له سختو ناروغیو هم کړېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG