د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

کابل ښاريان: د ښاري ماسټرپلان د تطبيق له امله د ويجاړ شويو کورونو تاوان نه‌دی راکړل شوی


کابل ښاروالي د کورونو د ويجاړلو په حال کې، انځور - ارشيف
کابل ښاروالي د کورونو د ويجاړلو په حال کې، انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت په مشرۍ د کابل ښاروالې له‌خوا د ښاري ماسټر پلان تطبیق د هغو کورنیو نیوکې راپارولي دي، چې کورونه یې د عمومي واټونو په مسیر برابر شوي او تخریب شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکی حبیب الله وايي، چې کور يې د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ له‌خوا تخریب شوى ، خو په بدل کې یې لږې پیسې ورکړې دي.

"دولت دا مسؤليت لري په کومو سيمو کې چې د خلکو جايدادونه ورانوي، تاوان یې په سمه توګه بېرته ورکړي

نوموړی وايي: "دولت دا مسؤليت لري په کومو سيمو کې چې د خلکو جايدادونه ورانوي، تاوان یې په سمه توګه بېرته ورکړي، خو له بده مرغه موږ کورونه په ډېرو پیسو جوړ کړي وو، ښاروالۍ اوس د تاوان پیسې لږې راکړي دي، دومره چې ګرو کور هم پرې نه نیول کېږي."

خو نوموړي دا ونه ويل، چې ده د کور په جوړولو یې څومره پيسې لګولي او د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ څومره ورکړې دي.

د کابل ښار د چاراهي قمبر سيمې يو بل اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته یې وويل، ښاروالي ورسره د تاوان د ورکړې ژمنه کړې، خو تر اوسه ورته پيسې نه‌دي ورکړل شوي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

نوموړی وايي: "زموږ کور په چاراهي قمبر کې و، خو د دولت له‌خوا د سړک په نقشه کې لاړ، موږ ته یې ويلي وو چې پيسې یې درکوو، خو تر اوسه یې نه کور راکړی او نه هم پیسې له دولت څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي."

خو د طالبانو د حکومت په مشرۍ کابل ښاروالۍ وايي، چې ډېریو دغو خلکو د خپلو کورونو پیسې اخیستې دي.

"هغه کورونه چې د سړک د جوړېدو په ځای کې دي، د کابل ښاروالې له‌خوا استملاک کېږي

د دې ادارې ویاند نعمت الله بارکزي د خلکو د اندېښنو په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل: "هغه کورونه چې د سړک د جوړېدو په ځای کې دي، د کابل ښاروالۍ له‌خوا استملاک کېږي. د خوشحال خان مېنې د لومړۍ پروژې او جیم برخې، د شیرپور سړک، د وزیر اکبر خان سړک، د خیرخانې مېنې د سر کوتل سړک، په دې مسيرونو کې د تخریب شویو کورنو خاوندانو پیسې اخیستي. د یو شمېر چې کار یې تر پروسس لاندې دی، هغه باید بشپړ شي او اسناد یې وکتل شي او هغه کسان چې د میراث په برخه کې ستونزې لري، د محکمې له لارې یې باید حل کړي، وروسته به کابل ښاروالۍ اجراات وکړي."

ښاغلي بارکزي د هغو خلکو د اندېښنو په اړه چې وايي، د کور د تخریب په بدل کې کمې پیسې ورکول کېږي وویل، هغو کسانو چې په شخصي ځمکو کې یې کورونه جوړ کړي وو هم د ودانۍ او هم د ځمکې پیسې ورکول کېږي خو کومو خلکو چې پر دولتي ځمکه کورونه جوړ کړي وو، یوازې د ودانۍ د تخریب پیسې اخیستلی شي.

مخکې بیا د کابل او مزارشریف یو شمېر ښاریانو د طالبانو د حکومت د ښاروالیو د فعالیت په څرنګوالي نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې د دوی بودجه د څلورو لارو او ګلدانونو په تخریب او بیا جوړولو لګول کېږي او د خلکو لومړیتوبونه په پام کې نه نیول کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG