د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

يو شمېر کابل هټيوال: ښاروالۍ پر لوحو ماليه لوړه کړې


د کابل ښاروالۍ نښان
د کابل ښاروالۍ نښان

په کابل ښار کې د بېلابېلو توکو یو شمېر پلورونکي وايي، په اوس وخت کې چې کاروبارونه تر بل هر وخت په ټپه ولاړ دي دغه ټیکسونه ملا ماتونکي دي او دوی یې د ورکړې توان نه‌لري.

دوی ادعا کوي، چې د کابل ښاروالۍ مسولینو ترې د یو فوټ مربع لوحې په مقابل کې تر پنځه سوه افغانیو ټیکس غوښتنه کړې خو، په مقابل کې يې خدمتونه صفر دي.

په ورته وخت کې د لویو لارو یو شمېر موټر چلوونکي هم ورته شکایت لري وايي، د پخوا په پرتله پرې د ترانسپورت او دغه شان د ښاروالۍ ټیکسونه لوړ شوي دي.

د پلاز مېنې کابل یو شمېر دوکانداران وايي د دوکان لپاره پر لوحو ټیکس ډېرول بي عدالتي ده او د دوی په خبره، باید د دوی اقتصادي وضعیت ته په کتو ښاروالي خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

د دغه ښار یو اوسېدونکی محمد الله چې د کارته نو په سیمه کې د خوراکي توکو پلورنځی لري وايي: "د ناحیې والا راغلي وو، زما د لوحې اندازه يې واخیسته، په یو متر مربع لوحه باندې يې له مانه ۱۲ زره افغانۍ واخیستي وايي دا د ۱۳۹۶ کال راهیسې ټیکس دی."

کابل کې يو سوداګريز مارکېټ
کابل کې يو سوداګريز مارکېټ

د کابل ښار بل اوسېدونکی احمد الله چې د کوټه سنګي په سیمه کې درملتون لري هم له ورته ستونزې شکایت کوي.

نوموړی وايي: "موږ ته د ناحیې له طرفه جلب راغلی وو، د دغې یوې دولتي لوحې يې له مانه ۱۳۳۰۰ افغانۍ ټیکس واخیست، تش په دې یوې لوحې يې دومره لوړ ټیکس؟ په مخکیني نظام کې دغه ډول مالیې نه وې."

په ورته وخت کې د لویو لارو د مسافر وړونکو موټرو یو شمېر چلونکي هم وايي چې د تېر حکومت په پرتله ترې اوس د هډې، ترانسپورت او ښاروالۍ په نوم زیاتې پیسې اخیستل کېږي.

د کابل جلال اباد د لویې لارې کروالا موټر یو چلونکي امید ازادي راډيو ته وویل، اړ دي چې د هر ځل تګ لپاره، سل افغانۍ د هډې پرچه، شپیته افغانۍ ترانسپورت او ۳۰ افغانۍ د ښاروالۍ ټیکس ورکړي، په داسې حال کې چې مخکې يې د یو ځل تګ لپاره ۷۰ افغانۍ ورکولې.

دی وايي، د تېلو نرخونه دومره لوړ شوي چې له امله يې په ټوله ورځ ورځ کې دوه یا درې سوه افغانۍ نه‌شي ګټلی.

نوموړی وايي: "کله ۴۰۰ کله ۳۰۰ افغانۍ راته پاتې کیږي، تاسې یقین وکړئ چې له اختر راپه دېخوا ما درې څلور زره افغانۍ نه دي ګټلي."

موټر چلوونکي وايي، د دومره لوړو ټیکسونو د ورکړې سره سره هم د طالبانو د حکومت خدمات صفر دي.

د یو شمېر بار وړنکو موټرو چلوونکو چې نه یې غوښتل غږونه او نومونه یې خپاره شي بیا ازادي راډیو ته وویل، د لویو لارو په اوږدو کې ترې طالب وسلوال غیر قانوني اخازۍ اخلي.

خو د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي دغه ادعاګانې رودي.

نوموړی وايي: "د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټر نه د ترانسپورت د قانون پر بنسټ محصول اخیستل کېږی، د مسافر وړونکو موټر نه د کرایې له مخې درې فیصده محصول اخیستل کېږي، محصول یې لوړ شوی نه دی بلکې کم شوی دی، دغه شان د امارت په راتګ په لویو لارو کې غیر قانوني اخازۍ ختمې شوي دي او په دې اړه ادعا ګانې بې بنسټه دي."

هڅه مو وکړه چې د ټیکسونو د لوړولو د ادعا په اړه د کابل ښاروالۍ نظر هم واخلو خو د دغه ادارې د نشراتو او عامه پوهاوي نوي مسول وسیع الله له ژمنې سره سره ژموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG