د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

کندهار ښاریان: طالبانو تازه ځینې سړکونه په سمنټي دېوالونو بند کړي


په کندهار کې د کمانډو فرعي سړک چې تازه طالب چارواکو د خلکو د تګ راتګ پر مخ بنده کړې.
په کندهار کې د کمانډو فرعي سړک چې تازه طالب چارواکو د خلکو د تګ راتګ پر مخ بنده کړې.

د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې طالب چارواکو د دې ښار یو شمېر فرعي سړکونه په سمنټي دېوالونو بند کړي.

د کندهار ښار د کمانډو فرعي سړک چې تازه د خلکو پر مخ تړل شوی او له سمنټو جوړ شوي لوی دېوالونه په کې اېښودل شوي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، ژمنه کړې وه چې اوس امنیت راغلی او هغه لارې به پرانېزي چې د جمهوریت پر مهال د امنیتي ګواښونو له امله په سمنټي دېوالونو بندې شوې وې.

خو د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل، وروستیو ورځو کې طالبانو د کمانډو، فرقې او د شرکت مېوې لارو کې لوی سمنټي دېوالونه اېښي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی، چې نه غواړي ورته د ستونزو پېښېدو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل: "د شرکت مېوې ساحې ته هره ورځ لویې خښتې راوړل کېږي او بندېږي. همداسې د کمانډو لوی سړک دی چې بیخي بند دی. د شاوخوا خلک نه پوهېږي چې څه وکړي. ښاري ژوند دی، موږ مجبور یوو چې خپل هدف ته په خپل وخت ورسېږو، نه دا چې په سلو کوڅو سره ووځو او هغه لار موږ ته اوږده شي."

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی چې دی هم د حساسیتونو له امله نه غواړي نوم یې راپور کې یاد شي وايي، چارواکي د امنیت راوستو دعوه کوي، خو خپله بیا ځانونه تر لویو سمنټي دېوالونو شاته پټوي.

هغه وویل: "نن سبا فرعي او غیر فرعي لارې بندېږي. موږ یې ډېر اندېښمن کړي یوو. یو خوا د سرتاسري امنیت خبرې کېږي او بل خوا بیا چارواکي ځانونه په خښتو کې پټوي، د ولس لارې تړي چې دا ډېره جالبه ده. اوس یې تازه د کمانډو فرعي سړک بند چې ولس ته یې ډېرې ستونزې جوړې کړي."

د کندهار د ښاروالۍ ویاند زمري څرګند بیا ازادي راډیو ته وویل، دا موضوع د دې ولایت له والي سره شریکه شوې او ډاډ ورکړل شوی چې ژر به ورته یوه حل لار وموندل شي.

څرګند وايي: "یوه بله او اساسي موضوع په اوسني وخت کې په کندهار کې د بندو لارو ده. د کندهار ښاروالۍ دا موضوع د کندهار له والي شریکه کړې. د کندهار والي موږ ته ډاډ راکړی چې دا موضوع به د امنیتي ادارو سره حلوي، څو ښاریانو ته هره برخه کې اسانتیاوې مهیا شي."

مخکې یو شمېر کابل مېشتو هم ازادي راډیو ته د ښار په بار او کوڅو کې د نویو موانعوو د ایښودلو خبره کړې وه، خو اړوند طالب مسوولانو بیا دا خبره رد کړې وه.

د یادونې ده، چې د جمهوري نظام پر مهال د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په نږدې د ټولو ولایتونو په مرکزونو او نور هغو سیمو کې چې لوړ رتبه چارواکي او دولتي ادارې په کې مېشتي وې، د خلکو پر مخ سړکونه او لارې په سمنټي دېوالونو او نورو موانعو بندې شوې وې.

واک ته د بیا ځلي رسېدو په پیل کې طالب چارواکو ژمنه وکړه چې دا لارې به پرانېزي او یو شمېر سیمو کې یې عملاً دا چاره پیل کړه، خو وروسته بیا دا بهیر وځنډېده.

تر دې چې اوس یو شمېر هغه سړکونه هم تړل کېږي چې وړاندې د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستي وو.

XS
SM
MD
LG