د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

کابل ښاروالۍ بیا د سمنټي دېوالونو د لېرې کولو کمپاین پیل کړ


د کابل ښاروالۍ تر یو څه ځنډ وروسته، یو ځلي بیا د ښار له ځینو سېمو د سمنټي دېوالونو او موانعو د لېرې کولو کمپاین پیل کړی دی.

په کابل ښار کې د موانعو د لېرې کولو د کمپاین په بیا پیلېدو سره، کابل ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ د کابل ښار د څلورمې ناحیې په سېمه کې یو شمېر موانع او سمنتي دېوالونه راټول کړل.

ښاغلي احمد فهیم معصومي د دغو موانعو د لېرې کولو پر مهال نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د څلورمې ناحیې په دریو نورو برخو کې به هم ډېر ژر دا موانع لېري کړي.

ښاغلي معصومي زیاته کړه:

"مونږ په دوو مهمو برخو کې خپل کمپاین پلی کړ، یو د عدليې وزیر د کور له شااوخوا موانع راټول شول او بل هم د څلورمې امنیتي حوزې سمنټي دېوالونو راټولول دي چې تاسې ګورئ، دغو موانعو سړک بند کړی، د کابل ښاروالۍ په څلورمه ناحیه کې درې نورې برخې هم پاتې دي چې ډېر ژر به له هغو سېمو هم موانع راټول شي."

د کابل ښار له واټونو د موانعو د لېرې کولو دغه کمپاين چې له نېږدې یوې میاشتې راهیسې په وقفه‎يي ډول مخ ته ځي، د چارواکو په وینا، له ۵۰۰ ډېر موانع یې د ښار له بېلابېلو برخو لېرې کړي دي.

خو له دې سره یو شمېر کابل ښاریان اندېښنه لري چې حکومت غواړي، د کابل مرکزي سیمې د شنې ساحې په نوم د خنډونو په اېښودلو سره خوندي او د عامو خلکو له ښې وباسي.

حاجي میرا جان او عبدالواسع احمدزي په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"چارواکو ته زه دا وایم چې تاسې ځان لپاره شنه ساحه جوړوئ، ولې د نورو افغانانو غم تاسې سره نه‎شته، دغه ساحه چې تاسې په‎کې شنه ساحه جوړوئ، دغلته مهم روغتونونه دي چې عام خلک ورته اړتیا لري، که چېرې تاسې دا شنه ساحه اعلانوئ، نو افغانانو ته ووايئ چې کابل پرېږدئ او مونږ ټول د کابل له ښاره شنه ساحه جوړوو."

"زما په نظر د شنې سیمې جوړولو ته هېڅ اړتیا نه‎شته، حکومت باید امنیت ټینګ کړي او په‎دې برخه کې د نورو طرحو په لټه کې شي."

کابل ښاروالې وايي، په کابل کې تر وروستيو خونړيو پېښو وروسته، حکومت هڅه کوي چې ارګ ته څېرمه يو شمېر واټونه د خلکو پر مخ وتړي او شنه ساحه یې تر اوسنۍ اندازې هم پراخه کړي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له‎مخې، دغه پروګرام د امنیت شورا له‎خوا د مهمو او ډېپلوماتیکو سېمو د امنیت د خوندیتوب لپاره طرحه شوی دی.

دوی وايي، دغه طرحه د کابل ښار په وزیر محمد اکبر خان سېمه کې پلې کېږي او کابل ښاروالۍ د بدېلو لارو طرحه هم جوړه کړې ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG