د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

په افغانستان کې د دوو خبریالانو پر وړاندې شوی تاوتریخوالی وغندل شو


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر خبریالان
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر خبریالان

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې د دوو افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې وڅېړي.

عزت الله سلیمي په کابل کې دیوې خصوصي رسنۍ خبریال دی.

دی ادعا کوي چې څو ورځې وړاندې د وسله والو کسانو له خوا ګواښل شوی.

نوموړی وايي نه پوهېږي د چا له خوا او ولې وهل او ډبول شوی.

سلیمي ازادي راډيو ته وویل: "زه یې له دفتر نه د اکټوبر په ۱۸ مه بوتلم ، زه چې کله دروازې نه ووتم یو کس چې یونیفورم یې نه درلود راته یې وویل، موټر کې درته یو کس په تمه دی ما ورته وویل، څوک دی ویل یې خپل دی، زه یې له لاسه ونیولم او موټر خواته یې کش کړم. زه چې کله موټر ته ورسېدم نو يه مخکې سیټ کې ناست کس راته وویل چې موټر کې کېنه، ما ورته وویل مولوی صیب څه شوي دي؟ له همدې سره زما شاته چې څوک ناست و په سر یې ووهلم او زه ګنګس شوم."

نوموړی وايي، تر اوسه نه پوهېږي چې دغه کسان د طالبانو غړي وو که څنګه.

خو د خبریالانو د خوندیتوب نړېوالې کمېټې بیا دغه کړنه غندلې ده.

د دې کمېټې په خبرپانه کې ویل شوي چې د سپوږمۍ راډیو خبریال عزت الله سلیمي له کاري دفتر نه د وسله والو کسانو له خوا وړل شوی او په موټر کې ترې درې ساعته پوښتنې شوي او وهل شوی دی.

د یادې کمېټې په خبرپاڼه کې همداراز په ننګرهار ولایت کې د انعکاس تلوېزیون خبریال نیاز محمد خاکسار د وهلو او ډبلو په اړه هم ویل شوي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې د دوو افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې وڅېړي.
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې د دوو افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې وڅېړي.

د خبریالانو د خوندیتوب نړېوال کمېټې له طالبانو غوښتي چې د دې قضیو په اړه پلټنه وکړي.

له دې سره خوا بیا په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې یا نی مسوولان وايي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې باید له قانوني لارو وڅېړل شي.

د دې ادارې مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "کېدای شي چې دوی خپل شکایتونه د رسنیو د شکایاتو له کمېسیون سره ثبت کړي څو کمېسیون په دې برخه کې خپله پرېکړه وکړي. له دې ور هاخوا د خبریالانو او رسنیو په چارو کې هر ډول مداخله د رسنیز قانون خلاف عمل دی."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد پوښتنې ځواب نه کړې.

څو ورځې وړاندې یوناما هم په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې له بد چلندۍ، د خپل سرو نیونو او همداراز د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خپلې اندېښنې شریکي کړې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG