د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ؛ د افغان لوبډلې تېرو لوبو ځينې مينه وال نهيلي کړي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال جام سياليو کې د افغان ملي لوبډلې د لوبو لړۍ پرون له استرالیا څخه په ماتې پای ته ورسېده.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی او د کرکټ مینه وال سیداحمد وايي، د افغان ملي لوبډلې ناکامي دا نه ده چې ښه لوبه نه کوي، بلکې دا د کرکټ بورډ تېروتنه ده چې مناسب او باتجربه لوبغاړي په لوبډله کې نه انتخابوي.

هغه د کرکټ بورډ پر غوراوي کمېټې غوسه دی.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ ټوله غوسه پر کرکټ بورډ ده. د غواروي په کمېټه کې باید داسې څوک ووسي چې سم لوبغاړي انتخاب کړي. دغه کمېټه باید داسې څوک انتخاب کړي چې په کافي اندازه تجربه ولري. که وګورو لوبډله کې داسې کسان شته چې کافي تجربه نه لري."

له کندهاره د کرکټ یو بل مینه وال کمال الدین چې دا لوبې له پیله يې په ډېر شوق تعقیبولې وايي، که څه هم افغان ملي لوبډلې هڅه وکړه چې افغانانو ته په دې سختو شرایطو کې خوشحالي راوړي، خو بریالۍ نه شوه.

کمال الدین هم د لوبډلې د پرله پسې ماتو پړه پر کرکټ بورډ اچوي او وايي، بورډ داسې کړنې ترسره کوي چې د لوبغاړو روحیه ورسره کمزورې کېږي.

هغه زیاتوي: "په کرکټ بورډ کې لاسوهنه او د هېواد روان شرایط د لوبغاړو په روحیه ډېره اغېزه کوي او دا د دې سبب کېږي چې د دوی روحیه ضعیفه شي."

د خواله رسنیو ډېری کاروونکي هم نیوکه کوي چې افغان لوبډلې له تمې خلاف لوبې وکړې.

د خان افضل هډه وال په نوم یو تن پر خپله فېسبوکپاڼه د کرکټ په لوبغالي کې د هغه افغان نندارچي انځور خپور کړی چې د لوبې له بایللو وروسته ژاړي.

هغه لیکلي، دا انځور دې د افغانستان په غرونو، غونډیو او دېوالونو رسم شي او په وینا یې له لرې يې د اوښکو قدرداني کوي.

د پرونۍ لوبې له پای ته رسېدو څو شېبې وروسته لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل پر خپلې فېسبوکپاڼه ولیکل: "نړیوال جام زموږ لپاره هم پای ته ورسېده.

محمد نبي عیسی خېل
محمد نبي عیسی خېل

نبي وویل، پوهېږي چې د هېوادوالو د تمې سره برابرې لوبې یې ونه کړې او زیاتوي: "ستاسو ټولو په څېر زه او ټوله لوبډله هم خفه او غمجن یو."

نوموړي د کرکټ بورډ د غوراوي له کمېټې سره د اختلاف یادونه کړې او ویلي دي، په نړیوالو سیالیو کې د وړ لوبډلې په اړه د ده او د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې ترمنځ د نظر د یووالي د نشتوالي له کبله د لوبډلې انډول زیانمن شوی و.

د کرکټ یو بل مینه وال او د کندهار اوسېدنکی عثمان هم په نړیوال شل اووریز جام کې د لوبو د بایللو پړه پر کرکټ بورډ اچوي.

هغه وویل: "هغه لوبغاړي چې ښه تجربه او ښه سابقه د هغو نظریاتو ته عدم توجه ده. ښه مثال يې موږ د لوبډلمشر استعفا یادولی شو چې هغه پرون استعفاه وکړه او دا يې وویل چې د ده او د کرکټ غوراوي کمېټې ترمنځ اختلاف و. "

د کرکټ بل مینه وال فریداحمد بیا د افغان لوبډلې ماتې په هغو لوبغاړو اچوي چې نور د لوبډلې لپاره د هغه په خبره ګټور نه دي.

هغه وویل، په لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.

فریداحمد زیاتوي: "موږ نوي لوبغاړي لرو. ډېر تکړه لوبغاړي دي چې د لوبېدو چانس نه ورکول کېږي، بلکې په ځای يې هغو لوبغاړو ته چانس ورکول کېږي چې هغوی نورو د لوبو توان نه لري."

عبدالباسط مومند د کندز اوسېدنکی دی.

هغه وايي، په نړیوال شل اوریز جام کې افغان لوبغاړي د توپوهنې یا بېټېنګ له ستونزې سره مخ و او بل دا چې د استرالیا موسم هم افغان لوبغاړو سره یاري ونه کړه، نو ځکه پرله پسې ماتې یې وخوړې.

مومند زیاته کړه: "په لوبډله کې انتخابونه سلیقوي و. موږ د بېټېنګ مشکل هم درلوده. د بېټېنګ لپاره سم لوبغاړي انتخاب شوي نه وو. له بل پلوه باران هم و او د باران له امله زموږ دوه لوبې لغوه شوې."

خو ایا د خلکو دغه نیوکې په کرکټ بورډ او پر غوراوي کمېټې پر ځای دي؟

د کرکټ د چاور پوه او مبصره قسیم الله هلال په دې اړه وویل: "نیوکه دا چې ځینې لوبغاړې د فېټنېس ستونزه لري او ډېر کله په لوبډله باندې بوج کېږي. همدارنګه هغه لوبغاړي چې په نورو لوبو کې ښه نه دې ځلېدلي په هغو هم نیوکه وي چې هغوی ته په لوبډله کې ځای ورکول کېږي او هغه لوبغاړي چې نوي دي هغوی ته ځای نه ورکول کېږي. دلته کرکټ بورډ ته په کار ده چې د خلکو نیوکو ته پام وکړي او لوبډله کې باید تغیرات رامنځته کړي."

د کونړ اوسېدنکی حکیم صالح بیا له کرکټ بورډه غواړي چې د لوبغاړو او کپټان په ټاکلو کې دقت وکړي.

صالح وویل: "که چېرته کرکټ بورډ بل کپټان ټاکي نو باید پوره صلاحیت ورکړي او که د لوبو لپاره لوبغاړي ټاکي نو اړتیا ده چې وړ لوبغاړي وټاکي ځکه له دې وروسته موږ سریلانکا سره لوبې لرو څو دغه لوبغاړي وکولای شي هلته ښه وځلېږي."

په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبو پای ته رسېدو وروسته خلکو پر کرکټ نیوکه کوله چې دغو سیالیو ته پوره چتمو لوبډله او ښه لوبغاړي نه و ورلېږلي.

خو ایا واقعاً ستونزه همدا وه چې افغانستان پرله پسې مات شو؟

د کرکټ د چاور پوه او مبصره قسیم الله هلال په دې اړه وویل: "زموږ ملي لوبډله له نورو لویو کرکټ بورډونو سره ښې اړیکې نه لري. دوی چې زیاتره وخت وزګار وي هغه همداسې تېروي او هغه سیالۍ چې یوازې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ورکول کېږي باید پرې اکتفا ونه کړي. همدارنګه د نړۍ په کچه چې کومې د کرکټ لویې لوبډلې دي کرکټ بورډ نه توانېدلی چې هغوی سره سیالۍ برابرې کړي څو زموږ لوبغاړی ډېر باتجربه شي او ډېرې سیالۍ وکړي."

د ازادي راډیو خبریال دا نیوکې د کرکټ بورډ له مسوولانو سره شریکې کړې، خو د دې راپور تر خپرېدو يې پوښتنې ځواب نه کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ

د ۲۰۲۲ کال په شل اوریز نړیوال جام کې افغان لوبډله په اول ګروپ کې د نیوزیلنډ، انګلستان، استرالیا، سریلانکا او ایرلنډ سره مخ وه چې ایرلنډ‌ او نیوزیلنډ سره يې لوبې د باران له کبله لغو شوې او د پاتې درېیو نورو لوبډلو څخه يې ماتې وخوړه.

د افغانستان ملي لوبډله به د روانې نومبر میاشتې په وروستیو کې د سریلانکا سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي او په دې لړۍ کې درې یو ورځنۍ لوبې وکړي، دا نو اوس د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پورې ده چې دې یو ورځنیو لوبو ته څه ډول یوه لوبډله انتخابوي.

XS
SM
MD
LG