د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ د افغان لوبډلې لومړۍ ماتې غبرګونونه پارولي


د افغانستان او انګلستان ترمنځ د پرونۍ لوبې یو انځور
د افغانستان او انګلستان ترمنځ د پرونۍ لوبې یو انځور

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان ملي لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو مخالفې لوبډلې ته په دې لوبه کې چې پرون د استرالیا د پرت ښار په ستر لوبغالي کې ترسره شوه لږ هدف ټاکلی و، خو دې هدف ته د انګلستان پیاوړې لوبډله په اسانۍ ورسېده.

د افغانستان ټولې لوبډلې۱۱۲ منډې وکړې او غونډ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل او انګلستان ته یې د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه.

دا کم هدف د ډېرو په باور د انګلستان لپاره اسانه ښکارېده، خو داسې ونه شول او انګلستان له پنځم اوور وروسته لوبډلمشر یا کپتان جاس بټلر له لاسه ورکړ، تر دې وروسته یې تر اخره پنځه لوبغاړي وسوځېدل او په ۱۹م اوور کې یې هدف ترلاسه کړ.

د افغانستان له لورې په بالرانو کې له عمرزي پرته راشد خان، مجیب الرحمان، محمد نبي، فضل الحق فاروقي او فرید احمد هر یوه یو یو ویکټ واخیسته او له فرید احمد پرته نورو په ټاکلیو اورونو کې لږ منډې ورکړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان لوبډلمشر محمدنبي تر لوبې وروسته رسنیو ته وویل چې دا د افغان لوبډلې لپاره د نړیوال جام ښه پیل نه و، خو د ده په وینا ستونزه په دې کې وه چې افغان توپ وهونکو یا بیټسمینانو لږې منډې وکړې.

د کرکټ د لوبو مبصر بختیار ساحل له تخنیکي پلوه هم پر افغان بیټسمینانو نیوکه وکړه.

ده ازادي راډیو ته وویل:"دغه هدف تر یوسل او څلوېښت او یوسل او پنځه دېرش پورې تللی شو، خو په اخره کې لوبغاړو فکر وکړ چې دوی باید غټ غټ شارټونه ووهي چې هدف تر یوسل او پنځوسو لوړ کړي. دغسې نه و په کار، د هر توپ پر سر منډه په کار وه. لکه څرنګه چې ابراهیم او عثمان غني لوبه وکړه، که داسې تر اخره شوي وای پنځه ویشت یا دېرش نورې منډې کېدلای شوای."

ساحل زیاته کړه چې بله ستونزه د توپ نیولو وه چې له افغان لوبغاړو د انګلستان درې کېچونه ولوېدل.

له افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلنډ، سریلانکا، ایرلنډ او کوربه استرالیا هم ده.

د افغان لوبغاړو بله لوبه د چهارشنبې په ورځ له نیوزیلنډ سره ده چې پرون یې استرالیا ته د نهه اتیا منډو په توپیر سخته ماته ورکړه.

XS
SM
MD
LG