د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د افغانستان او انګلستان ترمنځ کرکټ سیالي؛ افغان لوبډلې دغه لوبه وبایلله


د افغانستان او انګلستان ترمنځ د نننۍ لوبې یو انځور
د افغانستان او انګلستان ترمنځ د نننۍ لوبې یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انګلستان پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه وبایلله.

افغان لوبډلې په نننۍ لوبه کې د ۱۱۳ منډو ټاکلی و.

انګلستان دغه هدف داسې مهال ترلاسه کړ چې پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغانستان او انګلستان ترمنځ د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی د انګلستان چپ توپ اچونکی سام کران شو چې پنځه افغان لوبغاړي یې سوځولي وو.

په نړیوال شل اوریز جام سیالۍ په استرالیا کې روانې دي د افغان کرکټ ملي لوبډلې راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ له نیوزیلنډ سره ده او تر هغې وروسته به د جمعې په ورځ له ایرلنډ سره سیالي وکړي.

تمه ده چې د ګروپ دوه وروستۍ لوبې له استرالیا او سرېلانکا سره ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG