د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نن د افغانستان او انګلستان ملي لوبډلې سیالي لري


افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ د شل اوره نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې نن د افغانستان لوبډله خپله لومړنۍ رسمي لوبه له انګلستان سره کوي.

د افغانستان او انګلستان د لوبډلو ترمنځ دغه لوبه نن د افغانستان په وخت غرمه درې نیمې بجې د استرالیا په پرت ښار کې پیلېږي.

د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکي جاناټان ټروټ وویل چې لوبډلې یې دې لوبې ته ښه تیاری نیولی دی.

د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکی جاناټان ټروټ
د افغانستان د کرکټ ټیم روزونکی جاناټان ټروټ

هغه د افغان کرکټرانو روحیه ډېره ښه وبلله او وايي: "هغه څه چې زه پرې خوښ یم، د دوی لېوالتیا، د ښه کېدو لېوالتیا، له لوبې سره علاقه او په ځمکه کې د دوی کاري اخلاق واقعاً ښه دي. ډېر لېواله دي چې افغانستان یې وګټي."

د انګلستان لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر هم ویلي دغې لوبې ته ښه تیاری نیولی چې ویې ګټي.

هغه بي بي سي ته ویلي چې په تېرو لسو لوبو کې یې ځینې ډېرې ښې لوبې ترسره او ښه کرکټ یې کړی او اوس په ښه موقف کې دي.

خو د انګلستان د کرکټ د ملي لوبډلي الراونډر سام کرن رسنیو ته په استرالیا کې ویلي چې افغانستان پياوړې لوبډله ده او له دې ټیم سره به مسابقه د دوی لپاره اسانه نه وي.

انګلستان چې د پنځوس اورونو اتل ټیم دی، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د شل اورونو د ملي ټیمونو په کتار کې کله د لومړي ټیم په حد امتیازات خپل کړي، کله هم د دوهم ټیم.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله
د انګلستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان ټیم له دې مخکې په شل اوره نړیوال جام لوبوکې لوبېدلی، خو تراوسه یې دغه جام نه دی ګټلی.

افغانستان د استرالیا په روان جام لوبو کې دوه تمریني لوبې له بنلګه دېش او پاکستان سره ترسره کړې چې له بنګله دېش یې ګټلې او له پاکستان سره لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته رسېدلې.

پخوانی کرکټر او د کرکټ کارپوه قسیم هلال تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې که د افغانسټان ټیم له یوه ښه پلان سره په دې لوبه کې ګډون وکړي، د بري چانس یې زیات دی.

هلال وویل: "افغان لوبغاړي چې یولس کسه انتخابېږي، هغه باید له دقیق فکر نه وروسته انتخاب شي څو موږ د انګلستان پر وړاندې که لومړی توپوهنه کوو او که دوهمه توپوهنه کوو چې کوم پلان لوبغاړو ته ورکول کېږي له هماغه سره سم توپوهنه ترسره شي. زموږ لوبډله به د انګستان په مقابل کې ښه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي."

د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبو په ترڅ کې دغه راز نن کوربه استرالیا له نیوزیلنډ سره مسابقه کوي.

د افغانستان ټیم بله لوبه د اکټوبر په ۲۶مه له نیوزیلنډ سره ده او د اکټوبرپه ۲۸مه به هم د لومړي پړاو له یوې بریالۍ لوبډلې سره لوبېږي.

XS
SM
MD
LG