د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له بنګله‌‌دېش سره تمريناتي لوبه کوي


د کرېکټ ملي لوبغاړي
د کرېکټ ملي لوبغاړي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال نړیوالو شل اوریزو لوبو کې خپله لومړنۍ تمریني لوبه له بنګله‌دېش سره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، افغان لوبډله نړیوال جام ته هر اړخیز چمتوالی لري.

د کرېکټ بورد مرستیال روزونکی ریس احمدزی وایي، تمریني لوبې د بېلابېلو لوبډلو د تاکتیکونو د ېیژندنې لپاره مهمې دي.

د افغانستان د ملي لوبډلې دویمه تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره ده.

د کرېکټ د ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام پرون د اکتوبر په شپاړسمه په استرالیا کې پیل شو.

په دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې لوبيږي.

د افغانستان د رسمي لوبو سیالان هم دا ځل د نړۍ په کچه پیاوړې لوبډلې دي.

افغانستان په دې جام کې لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۲مه) له انګلستان سره کوي.

د کرېکټ نظر خاوندان وایي، د افغانستان ملي لوبډله له ښو وړتیاوو برخمنه ده او کولای شي د دغه ډګر له هر ځواک سره ټټر ووهي.
د کرېکټ نظر خاوندان وایي، د افغانستان ملي لوبډله له ښو وړتیاوو برخمنه ده او کولای شي د دغه ډګر له هر ځواک سره ټټر ووهي.

د افغانستان دویمه لوبه د اکتوبر په ۲۶مه له نیوزلنډ او درېیمه هغه د نومبر په ۴مه له کوربه استرالیا سره ده.

د کرېکټ نړیوالې شل اوریزې لوبې د لومړي ځل لپاره ۲۰۰۷ میلادي کال کې ترسره شوې چې هغه مهال یې اتلولي هند وګټله.

تر اوسه دوه ځله ویسټ انډیز د نړیوالو شل اوریزو لوبو اتلولي ګټلې او دغه راز د هند ترڅنګ پاکستان، انګلستان، سریلانکا او استرالیا هم دغو جامونو کې اتلولۍ خپلې کړي دي.

د کرېکټ نظر خاوندان وایي، د افغانستان ملي لوبډله له ښو وړتیاوو برخمنه ده او کولای شي د دغه ډګر له هر ځواک سره ټټر ووهي.

دغې لوبډلې د سږکال په جون، اګست او سپټمبر میاشتو کې هم د نړۍ له پياوړو لوبډلو سره په لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

XS
SM
MD
LG