د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نامیبیا سریلانکا او هالنډ اماراتو ته ماتې ورکړه


نن نامیبیا د ۵۵ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه.
نن نامیبیا د ۵۵ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه.

نن په استرالیا کې د کرکټ د شلو اورونو نړیوال جام لوبې پیل شوې.

په یوه لوبه کې نن نامیبیا د ۵۵ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه.

بله لوبه د متحد عربي اماراتو او هالنډ تر منځ وه چې هالنډ په درېیو ویکټو وګټله.

دا څلور سره لوبډلې د لومړي پړاو په الف ګروپ کې دي.

د دې پړاو په بل ګروپ کې ویسټ انډیز، سکاټلنډ، زیمبابوې او ایرلنډ یوځای شوې دي.

ټاکل شوې ده چې له دې دوو ګروپونو به څلور لوبډلې د پیاوړیو لوبډلو پړاو ته وځي.

په دغو لوبو کې افغانستان هم شامل دی چې لومړۍ رسمي لوبه به یې د شنبې په ورځ له انګلستان سره وي.

د دې جام د تیاریو لپاره سبا دوشنبه افغانستان له بنګله دېش سره تمریناتي لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG