د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

نن په استرالیا کې د کرکټ د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو لومړی پړاو پیلېږي


د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله
د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله

نن په استرالیا کې د کرکټ د شل اوریزو نړیوال جام سیالیو لومړی پړاو پیلېږي.

په پام کې ده چې نن دوې لوبې وشي، لومړۍ یوه د سریلانکا او نامیبیا ترمنځ ده او بله یوه د متحد عربي اماراتو او هالنډ ترمنځ.

په لومړي پړاو کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې ویشل شوې دي چې په الف ګروپ کې سریلانکا، نامیبیا، متحد عربي امارات او هالنډ دي او په ب ګروپ کې ویسټ اینډیز، سکاټلنډ، زیمبابوې او ایرلنډ شامل دي.

ارشیف: د ایرلنډ او افغانستان ترمنځ د یوې لوبې انځور
ارشیف: د ایرلنډ او افغانستان ترمنځ د یوې لوبې انځور

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی بالر هستي ګل عابد اټکل کوي چې له دې دواړو ګروپونو به سریلانکا او ویسټ اینډیز بلې مرحلې ته ووځي.

هغه وویل: "پیاوړي لوبډلي دي، د کرکټ ډېره اوږده تجربه لري. سریلانکا خو موږ تازه په اسیایي جام کې وکتله چې د هند، پاکستان او بنګله دېش په شمول یې اسیایي جام وګاټه او ویسټ اینډیز په کور دننه د شل اورونو ډېر ښه ټورنمنټ ترسره کړ، دوی ته ښه موقع په لاس ورغله څو په نړیوال جام کې ښې لوبې وکړي."

له ټاکلیو اصولو سره سم به بل پړاو ته له لومړۍ مرحلې دوې نورې لوبډلې هم لاره کوي، د ښاغلي عابد په نظر زیمبابوې هم تجربه کاره لوبډله ده او له دې سره څنګ ته به متحد عربي امارات بل پړاو ته لاره وکړي.

عابد زیاته کړه: "په اسیایي لوبډلو کې د شل اوریزو لوبو ځانګړی استعداد شته د همدې لپاره زه وایم چې متحد عربي امارات به هم د نړیوال جام بل پړاو ته لاره پیدا کړي."

د لومړي پړاو اته لوبډلې به په خپلو ګروپونو کې د اکټوبر تر ۲۱مې لوبې وکړي بیا به د هر ګروپ دوې لوبډلې د پیاوړیو لوبډلو پړاو ته لاره ومومي.

افغان لوبډله د پياوړیو په ډله کې ده او لومړۍ لوبه یې د همدې پړاو له پیلېدو سره سم په لومړۍ ورځ د اکټوبر په ۲۲مه له انګلستان سره ده.

XS
SM
MD
LG