د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

افغان کرېکټ ملي لوبډلې نړيوال جام ته د چمتووالي په موخه استراليا کې تمرينات پيل کړل


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام ته د ښه چمتوالي په هدف استرالیا کې تمرینونه پيل کړل.

کرېکټ بورډ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دې تمرینونو پر مهال به لوبغاړي له پیچونو او موسم سره بلدتیا پيدا کړي.

د ۲۰۲۲ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د اکتوبر په شپاړسمه په استرالیا کې پيلیږي او د نومبر تر ۱۳مې نېټې دوام کوي.

افغانستان د اکتوبر په ۲۲مه خپله لومړنۍ لوبه له انګلستان سره کوي.

XS
SM
MD
LG