د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

افغان کرېکټ ملي لوبډله پرون متحده عربي اماراتو ته ولاړه


د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي - ارشيف
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي - ارشيف

متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د سفر هدف د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته چمتووالی ښودل شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک د افغان کرېکټ لوبغاړو د سفر د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل: "له دې وروسته به افغان لوبډله له ښه چمتووالي سره اسټرالیا ته سفر وکړي او هلته به شاوخوا دوه اونۍ تمریناتي کمپ ولري."

په پام کې ده چې د کرېکټ د ۲۰ اورونو نړیوال جام د اکټوبر په ۱۶مه په استرالیا کې پیل شي او د نومبر تر ۱۳مې به دوام وکړي.

افغانستان په الف ګروپ کې له انګلستان، نیوزیلنډ او اسټرالیا سره لوبېږي او خپله لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۲۲مه د انګلستان له لوبډلې سره کوي.

XS
SM
MD
LG