د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

افغان لوبغاړی 'حضرت الله ځاځی' د کرکټ د روان نړیوال جام له سیالیو بهر شو


د عکس ښي لور ته ګلبدین نایب او چپ لور ته حضرت الله ځاځی
د عکس ښي لور ته ګلبدین نایب او چپ لور ته حضرت الله ځاځی

په استرالیا کې د کرکټ د روان جام سیالیو څخه د افغان لوبډلې پیلیز توپوهونکی حضرت الله ځاځی بهر او پر ځای یې ګلبدین نایب د لوبډلې برخه شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې چپ لاسی پیلیز توپوهونکی یا اوپنر حضرت الله ځاځی له دې وړاندې د تمریناتو پر مهال د عضلاتو درد پيدا کړی واو پرون ورځ یې د تمریناتو پر مهال یو ځل بیا د پښتورګي دردونه پیدا کړي چې له امله به یې د پاتې لوبو برخه نه وي.

د بورډ په خبره د ځاځي پرځای به ګلبدین نایب د لوبډلې برخه شي.

افغانستان کرکټ لوبډله سریلانکا سره سیالي لري.

XS
SM
MD
LG