د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

راشدخان یوځل بیا د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو غوره بالر وپېژندل شو


د افغانستان د کرکټ ورو توپ اچونکی راشد خان
د افغانستان د کرکټ ورو توپ اچونکی راشد خان

د افغانستان د کرکټ ورو توپ اچونکی راشدخان یوځل بیا د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو غوره توپ اچونکی یا بالر وپېژندل شو.

د کرکټ نړیوالې شورا یا 'ای سي سي' نن چهارشبنه د اکټوبر ۲۶مه د خپلې تازه درجه بندۍ پر اساس دغه خبر ورکړی دی.

تر راشدخان مخکې د استرالیا بالر سیمېر جوش هزلوډ د نړۍ په کچه د شل اوریزو لوبو د غوره بالرانو په سر کې و.

راشدخان د نړۍ په مشهورو لیګونو ای پي ایل، بیګ باش او نورو کې هم لوبېږي چې اوسمهال د افغان لوبډلې په ترکیب کې استرالیا کې د نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې ګډون لري.

ټاکل شوې وه چې نن افغان کرکټ ملي لوبډله له نیوزیلنډ سره خپله دویمه نړیواله شل اوره لوبه اعلان کړي، د باران له امله لغوه او هر یوې لوبډلې ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG