د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبه لغوه شوه


د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبغاړیو یو پخوانی انځور
د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبغاړیو یو پخوانی انځور

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه د شدید باران له کبله لغوه شوه.

د افغانستان کرکټ بورد پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د یادو سیالیو د اصولو له مخې دواړو لوبډلو ته یوه-یوه نمره ورکړل شوه.

دا په روان شل اوریز جام کې د افغانستان دویمه لوبه وه.

افغانستان د راتلونکې جمعې ورځ له ایرلنډ سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

افغان لوبډلې د انګلنډ پر وړاندې خپله لومړي بایللې وه.

XS
SM
MD
LG