د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د کرکټ نړیوال جام؛ نن افغانستان او سریلانکا په خپلو کې مهمه لوبه لري


ارشیف: د افغانستان او سریلانکا د تېرو سیالیو څخه یو انځور
ارشیف: د افغانستان او سریلانکا د تېرو سیالیو څخه یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن د نړیوال جام په یوه مهمه لوبه کې له سریلانکا سره مخامخ شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن په نړیوال جام کې د اسیا له اتلې سریلانکا سره سیالي کوي.

ټاکل شوې دغه لوبه د کابل پر وخت د سهار په اته نیمو بجو د استرالیا د برسبین ښار په ګابا سپورټي لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې افغان لوبډله له پوره چمتوالي سره میدان ته ننوځي.

هغه وویل: "د یادولو وړ ده چې د هېواد ملي لوبډلې د دې لوبې لپاره پوره چمتوالی نیولی دی، دوی به له پوره چمتوالي او منظم پلان سره میدان ته ننوځي."

د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبې په درشل کې د ملي لوبډلې په صف کې بدلون اعلان کړی.

د افغانستان د لوبډلې مشهور توپ وهونکی حضرت الله ځاځی ژوبل دی او له همدې امله د نړیوال جام له پاتې لوبو لرې شوی.

د هغه پر ځای الرونډر ګلبدین نایب په ټیم کې شامل شوی.

ویل شوي چې حضرت الله ځاځي د تمرینونو پر مهال لږ څه ژوبل شوی وو او اوس یې ستونزه زیاته شوې وه.

د امریکا غږ راډیو خبریال او د کرکټ کارپوه مطیع الله عابد په دې باور دی چې که څه هم د افغانستان لوبډله د استرالیا، انګلستان او نیوزیلنډ په څېر د پیاوړو لوبډلو په ډله کې ده، خو نن به د سریلانکا پر وړاندې ښه لوبه وکړي.

هغه وايي: "نن د سريلانکا پر وړاندې په سيالۍ کې ډېر امکان شته چې افغانستان به ښه لوبه وکړي. افغانستان په ټوليزه توګه د اسيايي ټيمونو لکه بنګله دېش، سريلانکا، هند او پاکستان پر وړاندې د موازي يا مساوي لوبو تاريخ لري. افغان ټیم د اسیا جام سیالیو کې سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړې ده، افغان لوبغاړو د سریلانکا لوبډله ډېره متاثره کړه، د سریلانکا لوبغاړي به د راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي تر تاثیر لاندې وي."

د افغانستان لوبډله وروسته له هغه د ګروپ د جدول وروستي مقام ته ولوېده چې د ایرلنډ او نیوزیلنډ پر وړاندې د نړیوال جام دوه لوبې یې د باران له امله لغوه شوې او له انګلستان سره یې لوبه بایلله.

د افغانستان لوبډله راتلونکې جمعه له کوربه استرالیا لوبډلې سره لوبه کوي.

د سریلانکا لوبډلې د افغانستان له لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې کړي او یوازې یوه یې بایللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG