د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ راشدخان: هېڅوک نه پوهېږي چې څه به پېښېږي


افغان کرکټ ملي لوبډله
افغان کرکټ ملي لوبډله

افغانستان د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې چهارشنبه له نیوزیلنډ سره مخ کېږي.

د ملبورن د کرکټ مشهوره لوبغالی ایم سي جي د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او نیوزیلنډ د لوبې کوربه دی.

لوبه د افغانستان په وخت د غرمې په دولس نیمو پيلېږي.

افغان لوبډلې په پِرت ښار کې تر لومړۍ ماتې وروسته چې د انګلستان پر وړاندې وه ځان ملبورن ته رسولی او هلته یې د نیوزیلنډ پر وړاندې وروستی چمتووالی نیولی دی.

د افغان لوبډلې مخکښ بالر راشدخان د نیوزیلنډ د لوبې په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل د نړیوال جام له کومو ټیمونو سره چې افغان لوبډله مخ ده پخوا یې لوبې ورسره کړي او ځینو ته یې ماته هم ورکړې ده.

افغان کرکټ لوبغاړی راشدخان
افغان کرکټ لوبغاړی راشدخان

هغه وویل: "موږ ایرلند او سریلانکا ته ماته ورکړې او له نیوزیلنډ او اسټرالیا سره لوبېدلي یوو. زه فکر کوم چې یواځې باید په دې سوچ ولرو چې ښه کرکټ وکړو په سمه طریقه او که چېرته دوه درې لوبې وګټو هېڅوک نه پوهېږي چې څه به پېښ شي. خو دمګړی موږ یو وخت یواځې په یوې لوبې فکر لرو او ګورو به چې څه کېږي."

افغانستان او نیوزیلنډ یواځې یو وار مخکې هم د ۲۰۲۱ کال په نړیوال شل اوریز جام کې سره په ابوظبۍ، متحده عربي اماراتو کې مخ شوي وو.

هلته افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې کړې وې او نیوزیلنډ بیا داسې حال کې هغه هدف پوره کړ چې یواځې دوه لوبغاړي یې سوځېدلي وو او ۱۱ بالونه یې هم پاتې وو.

که څه هم د ابوظبۍ د میدان ویشتنځای د چټکو بالرانو لپاره ډېر مساعد نه و، خو د نیوزیلند چټکو بالرانو له هغې ډلې ټرینټ بولټ درې افغان لوبغاړي وسوځول او ټیم سوتي هم دوه ویکټې ترلاسه کړې.

په بټنګ کې بیا د افغانستان په ګټه یواځې نجیب الله ځدراڼ ښه ولوبېد او په یواځې سر یې ۷۳ منډې وکړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپوهونکی نجیب الله ځدراڼ
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپوهونکی نجیب الله ځدراڼ

معلومه نه ده چې افغان ټیم د نیوزیلنډ د چټکو بالرانو په وړاندې هغه هم په ملبورن او د استرالیا په شرایطو کې چې معمولاً چټک بالران ښه پکې ثابتېږي څه کولای شي.

د افغانستان ډېره توقع بیا له ورو یا سپېن بالرانو ده چې په سر کې یې راشد خان او ورپسې مجیب الرحمن د یادولو دي.

د نیوزیلنډ ټيم بیا چې خپل ګاونډ او د روان نړیوال شل اوریز جام کوربه استرالیا یې په لومړۍ لوبه کې په لوی تفاوت وګاټه وایي چې خپله عادي لوبه کوي او ملبورن کې هم د ښې لوبې په نیت میدان ته کوزیږی.

وتلي نیوزیلنډي بټسمن ډېون کانوې وویل: "موږ ډېره لرې راتلونکې نه ګورو. موږ هېڅ هم نه دي بدل کړي. فقط په دې تمرکز لرو چې ښه ځیرکه کرکټ وکړو. او په ملبورن کې 'چهارشنبه له افغانستان سره' خپلې راتلونکې لوبې ته په تمه یو."

نیوزیلنډ د دې تر څنګ چې د کرکټ په لوبو کې له ډېرو چټکو بالرانو برخمن دی د چټکې توپوهنې او چابک فیلډنګ لپاره هم خورا شهرت لري.

د افغانستان د ټیم په جوړښت په تېره بیا پيلیزو لوبغاړو باندې که څه هم انتقادونه موجود دي خو د راشدخان، مجیب الرحمن او محمد نبي په څېر د نړیوالو پيژندل شویو ورو بالرانو په لرلو سره د ګڼو ټيمونو او خلکو پام وراوښتی دی.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي د توپوهنې ترڅنګ توپ اچونه هم کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي د توپوهنې ترڅنګ توپ اچونه هم کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په روان نړیوال شل اوریز جام کې تر نیوزیلنډ وروسته له ایرلنډ، سریلانکا او استرالیا سره لوبې وکړي.

XS
SM
MD
LG