د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ بنګله دېش هالنډ ته ماتې ورکړه


د بنګله دېش د کرکټ لوبغاړي د لوبې پرمهال
د بنګله دېش د کرکټ لوبغاړي د لوبې پرمهال

په استرالیا کې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کې نن په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش هالنډ ته ماتې ورکړه.

دویمه لوبه کې جنوبي افریقا له زیمبابوې سره مخامخ شو.

دغه لوبه د باران له کبله څو څو وارې وځنډېده.

که څه هم لوبه ۹ اوروونو ته راکمه شوه او زیمبابوې وتوانېد د ۵ لوبغاړو په سوځېدو په ۹ اورونو کې ۷۹ منډې وکړي، جنوبي افریقا په داسې حال کې چې ۵۱ منډې یې کړې وې، د باران له کبله د لوبې له دوام راوګرځول شو.

لوبه بالاخره بې نتیجې پای ته ورسېده.

افغانستان به د چهارشنبې په ورځ د دغه جام دویمه رسمي لوبه له نیوزلنډ سره وکړي.

افغانستان خپله لومړۍ رسمي لوبه انګلستان ته بایللې ده.

XS
SM
MD
LG