د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د کرکټ په روان نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې سفر څومره بریالی و؟


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ په شل اووریز نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلې سفر د کوربه استرالیا له لوبډلې سره په پرونۍ لوبه پای ته ورسېد.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اووریز نړیوال جام کې له استرالیا سره تر پرونۍ لوبې وروسته له نړیوال جام سره خدای پاماني وکړه.

د استرالیا په کوربه توب په سږني نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د انګلستان له ځواکمنې لوبډلې سره وه چې ورته ویې بایلله، دوه لوبې یې چې لومړۍ له نیوزیلنډ او دوهمه له ایرلنډ سره وې د باران له کبله کنسل شوې او په نتیجه کې یې دواړو لوریو ته یو- یو پاینټ ورکړل شو او څلورمه لوبه یې چې له سریلانکا سره وه هم وبایلله.

دوو ماتو او دوو بې نتیجو لوبو افغان لوبډله د جدول پای ته کښته کړه چې په پایله کې یې د نړیوال جام نیم پایلوبې ته ونه وتله او د کوربه هېواد استرالیا له ځواکمنې لوبډلې سره وروستۍ لوبه یې هم په لږ توپیر وبایلله.

په بېګانۍ لوبه کې د هېواد نامتو کرکټر راشدخان په بېټینګ کې او ځوان لوبغاړي نوین الحق په بالینګ کې د استرالیا لوبډلې ته چې د ۱۶۹ منډو هدف یې ورکړی و، سرخوږی جوړ کړ، خو اسټرالیا لوبه وګټله.

د افغانستان او استرالیا ترمنځ د پرونۍ لوبې وروسته د دواړو لوبډلو لوبغاړو د روغبړ یو انځور
د افغانستان او استرالیا ترمنځ د پرونۍ لوبې وروسته د دواړو لوبډلو لوبغاړو د روغبړ یو انځور

د افغان لوبډلې لوبډلمشر یا کپټان محمدنبي د لوبې له پای ته رسېدو سره سم د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه استعفا اعلان کړه او پر خپله فېسبوکپاڼه په یوه بیان کې یې وویل چې غواړي د یوه عادي لوبغاړي په توګه کرکټ ته دوام ورکړي.

د کرکټ شنونکی او خبریال واصل وصال وايي په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر له ماتو سره سره بریالی و.

ښاغلي وصال آزادۍ راډیو ته وویل چې له یوڅه اصلاحاتو سره ملي لوبډله بیا په نړیوال ډګر کې ځلېدای شي.

هغه وویل: "د استرالیا پر وړاندې چې افغان لوبډلې کومه لوبه وکړه، څرنګه چې راشدخان وځلېد، نورو توپوهونکو څنګه توپوهونه وکړه او څومره ښه بالېنګ چې زموږ لوبډلې وکړ، دا بلکل د ستاینې دي او په یوه ډول سره ویلای شو چې زموږ لپاره دا یوه بریا وه او د راتلونکې لپاره کولای شو لویو ټیمونو ته ماتې ورکړو."

د ۲۰۲۲ کال په شل اووریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد، خو ملي لوبډله په نږدې راتلونکې کې د سریلانکا له لوبډلې سره د لوبو لړۍ او په دې لوبو کې د خپلې وړتیا ښکارولو ته هیله منه ده.

د روانې نوامبر میاشتې په وروستیو کې به سریلانکا د افغان لوبډلې کوربه وي او په دې لړۍ کې درې یو ورځنۍ لوبې په پام کې نیول شوي.

د او ډي آی د درېیو لوبو دا لړۍ د نومبر په ۲۵مه پیلېږي چې د پلان له مخې دوهمه لوبه به یې د نومبر په ۲۷مه او وروستۍ د نومبر په دېرشمه وي.

XS
SM
MD
LG